پکتيا والو ځوانانو دغزل شپه رڼه کړه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53236
راپور: فريد احمد تسکين
دخبریدو نیټه : 2013-01-30

 هغه مشاعره چې د غزل شپې په نامه بيګا شپه د سحر په سپورتي کلپ کې په لاره اچول شوې وه پکې په سل ګونو شاعرانواو د ادب مينه والو ګډون کړی و.
ګډون کوونکوپه خپلوشعرونو ګرمو احساساتو او ټنګ ټکور سره تر سهاره دا شپه مينې ته دخلکو د رابللو لپاره رڼه کړه.
د پکتيا ولايت فرهنګيان وايي ، دامشاعره يې د فرهنګيانو د يووالي او خپلو کې د همکارۍ لپاره په لاره اچولې وه.
بلال معروف افغان چې د مشاعرې د سمبالښت چارې ورله غاړې وې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او دمشاعرې د نمانځل کيدو په اړوند يې خبرې وکړې.
نوموړي وويل:(( دامشاعره د پکتيا د خورو ور فرهنګيانو د يوځای کيدو او په خپلو کې د يوبل سره د همکارۍ د کولو په موخه رابلل شوې وه،دا لومړۍ د غزل شپه نه وه بلکې له دې وړاندې هم د پکتيا د با احساسه ځوانانو لخوا ورته د غزل شپې جوړې شوې وې.))
د معروف افغان په خبره د دې مشاعرې مالي لګښت د پکتيا د فرهنګيانو لخوا شوی و او هېڅ کوم سياسي او دولتي ارګان ورسره مرسته نه ده کړې.
د معروف افغان له قوله ځينې غونډې او مشاعرې د ځينو اشخاصو لخوا د خپلو شخصي موخو لپاره په لاره اچول کيږي او د پکتيا د ځوانانو د روزنې لپاره يې د خدای ج لپاره کوم کار نه دی کړی.
شاعراو ليکوال شفيق الله رنځورچې همدې غونډې رابلل شوی و خوښ ښکاريده رسنيو ته وويل:((خوښ يم چې د غزل شپې په دې رنګينه غونډه کې ګډون کوم او نور ځوانان هم رابولم چې زموږ سره په دې روان بهير کې ملګري شي.))
رنځور وويل راځئ چې نور له کرکې تېر شو او دمينې د پيغمبر په حيث دې درديدلي ولس ته نه ستړې کيدونکې هلې ځلې وکړو.
رنځور د خپل پيغام له لارې په فرهنګيانو غږ وکړ چې نور خپلوکې سره یو شي او د کرکې او بدبينيو له تيارو ځان راوباسي او خپلې خوږې ژبې پښتوته د خدمت جوګه شي.
د پکتيا يوتن فرهنګ پال اسد الله خاطر دا ډول بنډارونه د ځوانانو د فکري قوې په روزلو او د دوی په يووالي کې خورا ارښتمند بولي.
دی وايي دا شان غونډې نه يوازې چې د ځوانانو د استعدادونو د روزلو لامل کيږي بلکې ورسره د ځوانانو د يووالي ترڅنګ د خپل کلتور او د خپلې ژبې د ودې او پراختيا لامل هم کرځي.
نوموړی له حکومت ،خيريه موسسو او افغان تجارانو غواړي چې د افغان ځوانانو د فکر د روزنې لپاره منظم پلانونه جوړکړي او د دوی د کارونو په ښه کېدوکې ورسره خپلې مالي مرستې ونه سپموي.

د پکتيا فرهنګيانو چې پخوايې په غونډو کې ګډون نه کاوه علت يې د پکتيا د ولايتي چارواکو له لوري د دوی ترمينځ د بې اتفاقۍ کرښې راښکل دي او اوس هم هڅه کوي چې دې لړۍ ته دوام ورکړي.
د يادولو وړ ده چې په پکتيا کې د نويو ځوانانو په نوښت دا دريمه د غزل شپه وه چې په خپلو ګرمو احساساتو يې په شاندارو مراسمو ونمانځله.
غونډه د پکتيا د سيمه ايزو سندرغاړو د موسيقۍ په غږولو پای ته ورسېده.