نظيف الله تکل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53365
خالدهادي
دخبریدو نیټه : 2013-02-07

 

ښاغلی نظيف الله تکل په کال ١٣٤٠ ل کي د کنړ ولايت د څوکۍ په ولسوالۍ کښي زيږيدلی دی .
 نوموړي د کنړ ولايت د څوکۍ په ليسه کښي زده کړي کړيدي ، او ورپسي يي دکابل د پولي تخنيک انستيتوت له پوهنځۍ فارغه شويدی ، د افغانستان د ساختمانۍ چارو وزارت د پروژو جوړولو استيتوت د پما په رياست کي يې دنده تر سره کړيده .
 د ښاغلی تکل د (( اوپاڼي يې مړې وې )) په نوم اثر په کال ١٣٧١ ل کي د افغانستان د ليکوالو د ټولني لخوا چاپ شوی و ، ښاغلي تکل په د ۱۳۸۵ لمريز کال په پسرلي کي ( او پاڼي مړې وې ) له سره چاپ کړ ، دا ځل يې دوې نوي شعري ټولګي  ( شبنم په پاڼه ) او ( پاڼي د لونګو ) هم د پښتو شعر مينه والو ته ډالۍ کړې ،  همدا ډول يې په بېلابېلو خپرونو کښي ليکني اوشعرونه خپاره شويدي .
 ښاغلی تکل اوس د خپل پلرني ټاټوبي افغانستان څخه ليري د هالنډ په هيواد کښي د پرديسۍ ورځي تيروي ، د ۲۰۰۳ زېږديز کال څخه بيا تر ۲۰۰۵ پوري يې  په هالنډ کي د مېشتوافغان ليکوالواو فرهنګيالو د ټولني (( افغاني کلتوري ټولني )) د مشرتوب دنده په غاړه درلوده .
 د ښاغلي تکل دازاد شعر شعر يوه بېلګه :
 
                          کينه
دا ستا د زلفو ټال
دا ستاد څڼو امېل
چي کله ځانګي د سينو په څوکو
اوښکلوي هغه نورسه غوټۍ
                 هغه د تيو څوکي
                                      ماله
                                            کينه
                                                   پرې
                                                         راځي