استاد محمد صدیق پسرلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53368
عبدالله احسان
دخبریدو نیټه : 2006-02-07

د قدرمن استاد محمد صديق پسرلي سره د بېنوا فرهنګي ټولني د ښکلا مجلې په دريمه ګڼه کښي ځانګړې مرکه شوې وه ، هماغه مرکه دلته تاسو درنو لوستونکو ته وړاندي کوو ! 

ښاغلی استاد پسرلى صاحب! لكه څومره چي د پښتو شعر په اّسمان كي ستاسو د شعر لمر ځلېدلى دى، نو په هغه اندازه مو ژوندليك كرښي د ډېرو تر سترګو نه دي تېري شوي، كه مو په دې اړه د جزياتو تر بريده خبر كړئ!
محترمه! ژوند مې داسې را تېر شوى دى لكه د هر عادي كليوال ژوند، په كال ١٣٠٧ هجري شمسي د وري د مياشتې په وروستۍ اوونۍ كې د غزني په قره باغ كې زېږېدلى يم، څلور څلور نيم كلن به وم چې پلار مې د تجارت په سلسله كې كندهار ته ولېږدېدى، تخميناً دوه كاله په كندهار كې وو، بيا خان اّباد ته كډه شوو، كله چې د كندز نوى ښارجوړ شو، د نوي كندز د لومړنيو اوسېدونكو په لړ كې موږ هم پكې مېشته شوو، څرنګه چې مې پلار تجارت په زميندارۍ بدل كړ او د كندز په چاردره كې يې مځكه واخيستله، اووه، اته كاله وروسته د كندز له ښار ګوټي چاردرې ته لاړو پخپلو مځكو مو واړول. شل پنځه ويشت كاله مو په كلي كې تېر شول، بيا بېرته كندز ته را كډه شوو، په كال ١٣٥٧ مو كډه كابل ته راوكړه، په ١٣٥٩ كې پېښور ته مهاجر شوو، په كال ١٣٧٨ بېرته كابل ته راستانه شوو، تر اوسه دا دى په كابل كې ژوند كوم.
كه مې د تعليم پوښتنه كوې، تعليم مې صرف څلور صنفه كړى دى، نور مې نه مكتب ليدلى دى، نه مدرسه. پخپل كور كې به له ځان سره لګيا وم د كتابونو او مجلو پاڼې به مې سره اړولې او خپله وركه به مې په كې غوښته، پلار مرحوم مې د خپل وخت يو ښه لوستى او با استعداده سړى و، له كتابونو، مجلو او جرايدو سره يې جوړه وه، يوه نسبتاً غني كتابخانه يې لرله، زه به يې هم تشويقولـم چې پيسې په كتابونو وركړم. هغه و چې له كتابونو سره مې مينه ډېره شوه، د پلار مې له ناولونو، تاريخونو او سفرنامو سره جوړه وه، زما بيا له شعرونو سره ډېره لګېده، ما د پښتو او پارسي دېوانونه ډېر را غونډ كړل. د شعر طبعه مې له كمكيني لرله خو چې مطالعه مې هم ورسره مله شوه په شعر ليكلو يې راوستم.
_ ويل كېږي چې شعر د چاپېريال او په هغه كې د شته پېښو زېږنده دى، كه دا رښتيا وي نو اّيا ستاسو چاپېريال ستاسو د شعر لامل شوى او كه د بل څه اغېز هم و؟
 زموږ په چاپېريال كې نه چا شعر پېژاند، نه د شعروشاعرۍ خبري كېدې، د مرحوم استاد الفت صاحب په قول \"يو پټ غوندې احساس و چې اّرام يې نه پرېښودم\" استادان مې هم هغه پخوا تېر شوي شاعران وو، چې ګڼ دېوانونه يې راته پراته وو، خو البته د چاپېريال پېښو زما د طبعې ملوني يوه پر بله اړولي دي.
 هغه مهال چې تاسو په كندهار كې واست، نو د كندهار د هغه مهال خپرونې (كندهار مجله او طلوع افغان ) به خامخا تاسو لوستلي وي، د هغو معيار څنګه و، د ذوقونو او استعدادو په روزلو كي يې څومره ونډه درلوده او هم د افغاني مطبوعاتو په تاريخ كې څنګه ځاى ورته وينئ؟
 په كندهار كې چې اوسېدو هغه وخت لا زه ماشوم وم، په ليك لوست نه پوهېدم، د معيار به يې څه درته ووايم، خو دومره مي په ياد دي چې پلار به مې د طلوع افغان جريده راوړه، يوه نيمه كيسه يا يو نيم نظم چې په لنډ بحر كې به ويل شوى و، هغه به يې راته ولوست چې ما به ډېر خوند ترې اخيست او بيا_بيا به مې ورباندې لوست چې بيا_بيا خوند ترې واخلم، د طلوع افغان ونډه د ذوقونو او استعدادونو په روزلو كې د ډېر قدر وړ ده.
 په ډېر وياړ سره به ووايو چې تاسو ماشاْالله په يوويشتمه پېړۍ كې د سترخوشال بابا د سترې كورنۍ ياد عملاً تازه كړ، اّيا تاسو په اّګاهانه ډول سره دا غوښته چې ستاسو د كورنۍ ټول غړي دي د افغاني فرهنګ د ناوي د وربل(كندهاري ګلګلابونه) شي او كه دا يو تصادفي نېكمرغي وه؟
 بايد دا درته عرض كړم چې پلار مرحوم مې ( رمضان خان خروټى ) لكه څرنګه مې چې وويل د مطالعې خاوند و. دغه شان مورنى نيكه مې مرحوم ( شېرخان ) چې په ناشرافغان هم مشهور دى د علم او فرهنګ لوى خدمتګار تېر شوى دى، چې پخپل مصرف يې تر سل عنوانه ډېر كتابونه له روسي، تركي او عربي ژبو په ځينو مترجمينو ترجمه كړي او خپاره كړي وو، د هغو صحبتونو او تشويق د مطالعې او څه ليكلو ذوق راژوندى كړ، نو كله چې ګدۍ ماته راخوشي شوه زما به هم له خپل اولاد سره بله خبره په خوله نه راتله، دوى هم د شعر او ادب له دنيا پرته له بل څه نه خبرېدل، نه يې له بل كار سره مينه پيدا كېده، هغه و چې د خداى په فضل درست ليكوالان شول او تر اوسه له ليكوالۍ پرته بل مصروفيت نه لري او نه يې غواړي.
 ستاسو كورنۍ د افغان د بېساري ستر مقاومت او سپېڅلي جهاد په دوران كې د سر په بيه د جګړې ډګر هم تود ساتلى و او د قلمي مبارزې سنګر هم، تاسو له خپل دغه ستر كار څخه څومره راضي ياست؟
 مشرانو زامنو مې ( فيض الله مخلص او مرحوم امان الله ساهو) عملي جهاد هم كړى دى، له مجاهدينو سره تودو بارو ته هم ختلي دي، خو نورو يې د قلمي مبارزې سنګرونه تاوده ساتلي دي. چې له دې امله له ټولو راضي يم، خداى دي نور هم بركت وركړي.
 د مقاومت د مهال شعر څومره مقاوم ګڼئ؟
 د مقاومت شعر يا جهادي ادب پخپل وخت كې د وخت ضرورت و، د كميت له مخې يې د پښتو ادب په لمن كې ډېر څه واچول، خو د كيفيت له پلوه هغومره جالب نه و، دا هم علت لري، علت يې دا دى چې د جهاد په راْس كې نه محمود غزنوي و، نه اكبر او جهانگير، چې ادب ته په څه سترګه وګوري او ورباندي پوه هم شي، مشران به مو تر هر څه په شعارونو او مخالف لوري ته په كنځلو ډېر خوښېدل.
 ويل كېږي چې تاسو د ورځي څلور، اته، لس اّن تر دوولسو ټوټو شعرو پوري هم ليكئ، نو اّيا په دغومره كميت ليكل په شعر كې د تكرار يا يورنګۍ خبره نه رامنځته كوي؟
 هيڅوك هم په مسلسله توګه د ورځې د څلورو تر دوولسو ټوټو شعرونه نه شي ليكلاى، كه داسې واى اوس به زما شعرونه تر لكونو بيتونو اوښتي واى، حال دا چې په شپېته كلنه شاعرۍ كې مې اوس هم د شعرونو حساب ټول ټال تر پنځه دېرش زره بېتونو نه دى اوښتى، التبه كله چې د شعر هوا را باندې لګېدلې وي په يوه ورځ مې له درو، څلورو اّن تر يوولسو غزلو يا تر څلوېښتو څلوريځو هم ويلي دي، خو بيا داسې وختي هم راغلي دي چې په مياشتو_مياشتو مې دوه بيتونه هم نه دي ويلي. پاته شوه د تكرار يا يورنګۍ خبره، له تكرار او يورنګۍ هيڅوك هم ځان نشي خلاصولاى، تاسې وګورئ د عمر خيام په هغه محدودو رباعياتو كې هم تكرار مضامين شته، د بېدل غوندې يو لوى شاعر هم ډېر مكرر مضامين لري، دغسې اكثر بلكې ټول شاعران محدود مطالب او مضامين لري كه دا درته عيب ښكارېږي په دې لېټۍ ټول لړلي يو.
 تاسو چې په يوه ورځ كې څو شعره ليكئ اّيا دا داسې وي چې پر له پسې يې ليكئ كه هر شعر ته بېلابېل وختونه ورباسئ؟
 كله چې په يوه ورځ څو شعرونه ليكم طبعاً درست شعرونه په يوه وار نه شروع كوم، چې يو پاى ته ورسېږي د بل خيال راپيدا شي.
 تاسو د تلپاته شعر ضامن ژور فكر ګڼئ او كه لوړ خيال؟
 شعر د خيال زېږنده دى، خو كه فكر هم ورسره مل شي د تل پاته كېدو زمينه ورته ډېره برابروي.
 له زياترو شعر څېړونكو څخه دا خبره اورېدل كېږي چې په پښتو شعر كې د خوشال خان او رحمان بابا ځايونه چا نه كړل ډك، تاسو څه نظر لرئ ؟
 پخواني دې خداى پاك وبخښي كه دوى نه واى ( خصوصاً خوشال بابا ) موږ به له صفره شروع كوله، دوى هر يوه په خپل وخت كې لوى كار كړى دى، دوى د هغو مخترعينو حيثيت لري چې د لومړي ځل لپاره يې يو شى اختراع كړى وي، نومونه به يې خامخا د فهرست په سر كې راځي، خو دا ضرور نه ده چې لومړۍ اختراع دي د تل لپاره له هره حيثه كامله او پوره وي، په لومړي مخترع پسې نور خلك هم خپل ماغزه په كار اچوي څو په پېړيو _ پېړيو هغه شى نسبتاً كامل شي، دغسې دى شعر او ادب هم، هر وخت او هر ماحول ځانته غوښتنې لري، په هر سر كې ګوښى خيال وي، هر څوك بېل ذوق لري. كه په څو تنو د ادب ماڼۍ سرته رسېداى نور كار ته به ضرورت نه و پيدا شوى، دا ماڼۍ له اّدمه تر دې دمه جوړېږي او ړنګېږي، بيا به هم په نويو _ نويو طرحو جوړېږي چې د راتلونكو نسلونو ذوق يې ومني، خوشال بابا او رحمن بابا لوى خلك وو، زه خو وايم چې د ډېرو وړو شاعرانو ځايونه هم بل څوك نه شي ډكولاى، دا ځكه چې د بېدل په قول ( به يك صورت دو ګل كم اّفريدند)
 ځيني كسان رومانټيك ادب د ټولنې او اخلاقو لپاره ضرر ګڼي او د دوى پر وړاندې بيا نور ريالستيك هغه د اديب خيال او فكر ته زولنې ګڼي تاسو څه واياست؟
 هره مېوه ځانته خوند او مخصوصې ګټې لري، هيڅوك نشي ويلاى چې انګور ښه دي كه اّنار؟ زه وايم چې پاخه شي دواړه ښه دي، كه اومه وي يوه ته هم بايد زړه ښه نكړو.
 ځيني وايي چي تېر نژدې درې لسيز ناورين پښتو ادب ته زيات ځواك وبخښى، تاسو څه واياست؟
 دا رښتيا ده، له يوې خوا دا دريو لسيزو داسې ناورينونه په موږ راوستل چې هره خبره يې د ثبتولو وړ ده او هره پېښه د ليكلو، موضوعات او مطالب ډېر شول، د ليكلو زمينه برابره شوه، د چاپ لپاره هم سانسورونه نه وو، برسېره پر دې زموږ ډېرو زلميو ځينې خارجي ژبې هم زده كړې، ډېر اّثار وژباړل شول، په پاكستان او ايران كې ګڼ تنظيمونه فعال وو چې د هر تنظيم مطبوعاتي بوديجه د پخواني افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت تر بوديجې كه ډېره نه وه نو كمه هم نه وه، هر كتاب او هره مجله به يې په لوړ تېراژ او ښكلي صحافت خپرول، ليكوالان تشويق شول، ډېر اّثار منځته راغلل خو كيفيت يې هغومره نه و چې ورسره بايده وه.
 په عمومي ډول د ستر ادب د تخليق لپاره څه ډول زمينه په كار ده؟
 زما په خيال اّزادي ادبي ټولنې، د چاپ وسايل او ورسره د دولت له خوا معقول تشويق ضروري خبرې دي.
 ځيني شاعران خپل شعر د فكر پر ډګر د كمال تر كچي رسوي لكه دروېش درانى او ځيني بيا د خيال اّسمانونه فتح كوي لكه پيرمحمدكاروان، خو دواړه د ټولني له خوا پر سترګو منل كېږي، نو بيا د شعر بنسټيز توك څه شى ګڼلاى شو؟
 دا پوښتنه دې راته مكرره ښكارېږي، په تېرو سوالونو كې ځواب شوې ده، كه مې بيا هم پوښتئ بيا به هم درته ووايم، دروېش درانى او پيرمحمدكاروان لكه تاسو چې وويل ځكه په خلكو كې محبوبيت لري چې هر يوه خپله لاره تر مقصده په ښه توګه وهلې ده، موږ په پښتو كې ډېرې لنډۍ لرو چې فكر ته هېڅ هم نه وركوي خو د تخيل له امله په ډېر څه ارزي، برعكس ځينې داسې شعرونه هم د خلكو خوښېږي چې د خيال څرك په كې نه لګېږي خو د فكر له پلوه غني وي. نو كه دواړه ولري هغه به لا ښه وي.
 تاسو چي كله شعر ليكئ هڅه او ډېر پام مو څه شي ته وي؟
 زما پام زما خپل شعر ته وي، زه يې په دې كې نه يم چې د تخيل برخه يې قوي ده كه د تفكر؟ البته كله _ كله د يوه فكر لپاره هم نظم ليكم.
 په شعر كي د بغاوت ارزښت څه دى او د بغاوت بريدپوله او معيار څنګه ټاكل كېداى شي؟
 ځينې شاعران فكر كوي چې بغاوت ملا ته بدرد ويلو ته وايي، يا په حق ناحقه د هر دولت او حكومت مخالفت ته بغاوت وايي، خو زه داسې فكر نه كوم، زما په خيال د غلطو دودونو او ظالمانه قوانينو په خلاف خبره بغاوت ده، تردې هم ښه بغاوت فكري بغاوت دى، د مثال په توګه: څو پېړۍ د عجز او فروتنۍ ستاينې كېدې خو خوشال بابا بغاوت وكړ ويې ويل:
څو دې توان رسي په لوى درياب كې ګرځه
په وياله كښې دې زوال وينم نهنګه !
دغه شان د شرق په ټولو منل شويو اّثارو كې د بېخودۍ لپاره تبليغونه شوي دي، خو خوشال بابا او ورپسې ډاكټر اقبال د خودۍ ډمامې وږغولې، زه دې ته بغاوت وايم، كه بغاوت داسې وي، نو د پوهې ډېرې ښې لارې پرانيستلاى شي.
 تاسو په تخليقي نثر كې هم ډېر كار كړى دى او شعر كي هم په دغو دوو اړخو كې له كوم يوه څخه زيات راضي ياست؟
 تخليق كه په نثر كې وي، كه په نظم كې، دواړه مې خوښېږي، له دواړو راضي يم، خداى دي پرې راضي شي.
 اّيا ډېر ښه شاعر ډېر ښه نثر ليكوال كېداى شي او هم د دې برعكس؟
 ولې نه؟ الفت، بېنوا، مجروح، شفيق، ننګرهارى او په اوسنيو كې كاروان او سالك هم ښه شعرونه لري، هم ښه نثرونه.
 تاسو ليكنه د خپل ذوق د تسكين لپاره كوئ او كه د خلګو د غوښتني او اړتيا لپاره؟
 دا داسې سوال دى لكه څوك چې وپوښتل شي چې ډوډۍ د خوند لپاره خورې، كه د ګېډې د مړولو لپاره؟ زما ليكنې هم كله د خپل ذوق د تسكين لپاره وي، كله د وخت د ضرورت لپاره او كله مې بيا دواړه په پام كې وي.
 ځيني شعرپوهان پښتو شعر پر نړيوال ډګر د وړاندي كولو جوګه ګڼي، دا څنګه خبره ده؟
 نړۍ ډېره پراخه ده، نړۍ به پرېږدو دا خپل ګاونډي به وګورو، اّيا څه فكر كوئ چې موږ له ايران او پاكستان سره سيالي كولاى شو كه څرنګه؟ موږ ته له پخوانيو د ګوتو په شمېر دېوانونه را پاته دي چې په هغو كې هم تر نيمايي زيات په څه نه ارزي، بله خوا له رودكي را واخله تر بهار او فروغ پورې د پارسي په زرګونو دېوانونه او د اردو له غالبه تر ننه په زرګونو منظوم اثار پاته دي، نو څرنګه به خپل اّثار ورسره پرتله كړو؟ البته زموږ فولكلور ډېر غني دى، خصوصاً زموږ لنډۍ ګمان كوم د نړۍ په وچتو اّثارو كې ځاى موندلاى شي.
 د پښتو كيسه ييز ادب ډېر وروسته پاته دى اّيا تاسو يې منئ، كه يې منئ نو بنسټيز لاملونه يې څه دي؟
 لېوني ته چا وويل: روژه ولي خورې؟
لېوني ورته وويل: ورته پام مې نه و، كه نه ولا په ساعت كې خو شل درته ونيسم.
كيسه ليكلو ته موږ دا څو كاله كېږي چې متوجه شوي يوو، چې دې لږ وخت ته وګورو تر اوسه يې ډېره وده كړې ده، اميد دى چې ډېره وده به لا وكړي، لاملونه يې ډېر دي خو په راْس كې يې بايد ووايم، لومړى موږ شل دېرش كاله پخوا محدود پښتو ليكوالان لرل، د هغوى په مخ كې ډېر مهم كارونه پراته وو، لكه د ادبياتو تاريخ، د كلاسيكو اّثارو غونډول، تصحيح، تحشيه او خپرول، د قاموس ليكل، د ګرامر ترتيب، د ښوونځيو، لېسو او پوهنځيو لپاره د كتابونو او نوټونو برابرول او دغسې نور?.
له بلې خوا مطبعې محدودې وې له ضروري كارونو نه وزګارېدې، د دولت بوديجه هم ډېره لږه وه، له بهرني ادب سره هم چندان اشنا شوي نه وو، دغه عوامل وو چې كيسو ته لږ پام ور اوښت او لږ فرصت مو ورته درلود.
 فكر كوم دا به څرګنده خبره وي چې په پښتو كې نثر ته وړ كار نه دى شوى، كه دا كار كېدى نو اّيا پر تخليق بايد ډېر زرو واچول شي او كه پر څېړنه؟
 دواړې يې ضرور دي، څوك چې د تحقيق وس لري تحقيق ته دې ډېره توجه كوي، څوك چې د تخليق ذوق او توان لري بېځايه دي د سيالۍ له مخې وخت په څېړنو له لاسه نه وركوي، كه څېړنه كمزورې شي د ادب تاريخ نيمګړى پاتېږي، ژبه نشي معياري كېداى، سهوي خطاوې ډېرې رامنځته كېږي?.
كه تخليق نه وي يو خو به مو د ادب يون په ټپه ودرېږي، بله خبره دا ده چې د سبا څېړونكي به څه كوي او په څه به شخوند وهي؟
 موږ لوړ داستان ليكوال نه لرو، اّيا دا ډول استعدادونه بايد په جدي توګه وروزل شي او كه نړيوال شهكارونه راوژباړل شي؟
دواړه چارې ضروري دي، كه ژباړي نه وكړو، د نورو تجربې به بيا مجبور يو چې ويې كړو. كه ناولونه ونه ليكل شي ملي ادب ته به مو نقصان ورسېږي، دواړه خواوې بايد تقويه شي، بلكې زه خو د ډرامو ليكلو او ژباړلو ته ځوانان ډېر را بولـم، ځكه چې له يوې خوا د ډرامې اثر ډېر دى او له بلې خوا په ټي_وي او سينماګانو كې به څه خپروو.
 كه د خپلو ټولو چاپ او ناچاپو اّثارو په اړه معلومات راكړئ، زښته لورېينه به مو وي!
 زما د ټولو چاپ شويو او ناچاپو اّثارو په اړه به درته ووايم چې د چاپ شويو حساب خو را معلوم دى ناچاپ اّثار مې اكثره نه نومونه لري او نه پوره تكميل شوي دي.
چاپ شوي اّثار مي دا دي:
١_ كوكچه : يوه منظومه رساله.
٢_ د بيلي تيس ترانې : يوه منظومه ترجمه.
٣_ ګيت اّنجلي : يوه منظومه ترجمه.
٤_ د وطن وير : د شعرونو مجموعه.
٥_ نن _ پرون او سبا : منظومه رساله.
٦_ بهار ته : منظومه رساله.
٧_ مړې اوښكې : منظومه رساله.
٨_ لېونى باد : د نثرونو رساله.
٩_ داسې هم وو : د لنډو كيسو رساله.
١٠_ سره غالۍ : د لنډو كيسو رساله.
١١_ تودې اوښکي : د اکبر خادم په ياد يوه رساله .
١٢_ زهره : يوه منظومه کيسه ده
١٣_ ماته شپېلۍ : د غزلو يوه مجموعه ده
١٤_ د نی کوڅه : د غزلو يوه مجموعه ده .
١٥_ د ورېښنو ګېډۍ : د خوشال بابا په ياد شعرونه .
١٦_ پسته اور : درباعياتو مجموعه

١٧ _ کوچی ملا  : ناول
ناچاپ اثار :
١_ معصوم كه ناسم : ناول.
٢_ ښكلى مار : ناول.
٣_ د خيام د رباعياتوترجمه : منظومه ترجمه.
٥_ د حرم كوترې : منظومه ترجمه.
٦_ د ښارو سندرې
٧_ د رزكې نغمې
٨_ يوه له غره يوه له سمي لطيفې،متلونه،وجيزې،غوره شعرونه .
٩_ ژوندليك _ له ابتدادخلقيانوتركودتازمادژوندپېښې اوليدلي اورېدلي
١٠_ د پېښور د ځينو ليكوالانو بيوګرافۍ
١١_ تاريخي كيسه ترجمه او تاليف.
١٢_ د تاجيكستان يون ليك
١٣_ غاړي، غرونه د قصيدو مجموعه.
١٤_ . . . . د قطعاتو مجموعه.
١٥_ . . . . د غزلو مجموعه.
١٦_ . . . . د نظمونو مجموعه.
١٧_ . . . . د څلوريځو بله مجموعه.
١٨_ پلو غاړې نغمې د دوبيتو مجموعه.
١٩_ . . . . اوږدې كيسې ( نظم )
٢٠_ . . . . د لنډو كيسو پاته كيسې.
٢١_ . ارغنون ادبي پارچو ته ورته كيسې.