عبدالباري جهاني

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53371
دبېنوا پاڼي د کابل ادارې لخوا
دخبریدو نیټه : 2013-02-07


د بېنوا ویبپاڼي د سږ( ۲۰۱۱) م کال د غوره شخصیت په توګه د افغان اولس مشهوره څېره، استاد شاعر، پیاوړی لیکوال، باجرأته مورخ، اکاډمیک فُوکلوریسټ، او رښتینی ژورنالیست ښاغلی عبدالباري جهاني اعلان کړ:


دښاغلی عبدالباري جهاني ژوندته لنډه کتنه
ښاغلی عبدالباري جهاني د اوس څخه شاوخوا ۶۳ کاله تر مخه په ۱۹۴۸م کال دفبروری په مياشتکي د کندهار ښار د بامیزوپه کوڅه او د ارواښاد حاجي عبدالاحمد په کور کي وزېږېدﺉ، اول یې د مرحوم استاد ملا محمد نور اخوند څخه دیني زدکړي شروع کړې او بیا میرویس نیکه ښوونځي ته شامل سو.په ۱۹۶۷ زکال كي د كندهار د ميرويس نيكه د لېسې څخه فارغ  او په ۱۹۶۸ ز کال كي دکانکورترآزموينې وروسته د كابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي ته شامل سو.
په ۱۹۷۲ ز کال كي د تاريخ او جغرافيې له څانګي څخه فارغ سو او د عسكرۍ تر مقدس خدمت وروسته د پښتو ټولني مسلكي غړي په توگه مقرر سو. دښاغلي جهاني په وينا يو كال لا د كابل مجلې مسئول مدير وو.
ښاغلي جهاني وايي :په كال ۱۹۷۸ ز کال كي د ښووني او روزني په وزارت كي د خارجي مرستو عمومي مدير وم او د يوه ځوان عمومي مدير په حيث مي چي د تحقيق او ليكنو او شعر ويلو لمن مي خوشي كړې نه وه.
ښاغلي جهاني د ادبیاتو د پوهنځۍ د تاریخ او جغرافیې څانګي څخه  تر فارغېدووروسته یې په افغانستان کي ټول ټال ۹ کاله په پښتو ټولنه ،د پوهني په وزارت اود پښتو مجلې د مسول مدیر په حیث رسمی کارونه ترسره کړي دي .
دده ديو ټولګیوال زموږدهيواد تکړه لیکوال ښاغلي محمد معصوم هوتک په خبره په هغه وخت کي یې لا د شعر سره مینه وه او شاعرانه ولولې یې درلودلې .
د محلي سندرغاړو محفلونوته ورتلی او د کندهار د مشهورو شاعرانو سلام بابا، ملا منان اخوند، میریحی او مولوي بریالي شهید شعرونه یې په یاد زده وه، د ښاغلي استادهوتک په وینا حافظه یې دونه قوي وه چي محلي سندرغاړو دده و مخ ته هغه سندري نه ویلې چي بل چاته یې ور زده کېدل نه غوښتل، د لېسې تر دورې تېرولو وروسته ښاغلی جهاني دکانکورپه آزموينه کښي د کابل پوهنتون د ادبیاتواو بشري علومو پوهنځۍ ته بریالی سو.
ديادلولووړده  کله چي جهاني  دعالي تحصيلاتولپاره کابل ته ولاړ  په مشاعرو، د پښتو ټولني په غونډو او علمي سمینارونو کي فعاله ګډون کوونکي سو چي په دې توګه یې د شهرت اوازې لا ډېري خپرې سوې، پر هیواد د پردیو ناتار جهاني ډېر متاثره کړ او په تأثر کي یې داسي پنځوني وکړې چي په لوستلو او اورېدلو یې د هر باضمیره افغان وینه پر جوش راتله او د وجود وېښتان یې جګ جګ درېدل:
وایه شین اسمانه تا هم بل چیري لیدلي دي
دغسي سوکونه چي ټانکونه ویلولای سي.
یا
ما چي ټانکونه په سوکونو وهل
هغه مي خپل وطن سمسور غوښتی
ماچي سکروټي په غاښو چیچلې
ما مي سړو وینو ته اور غوښتی
او بیا کله چي یې استاد ناشناس په ښه کمپوز او خوندور اوازکي هغه شعر ووایه چي
په موج خېزه هیبت راغلې د فلک سېلابي کریږي
زموږکښتې یې ډوبوله خپل دریاب یې توپاني سو
ښاغلی جهاني په ۱۹۸۱ کال پاکستان ته مهاجر سو، هلته یې هم علمي ، ادبي او مطبوعاتي چارو ته دوام ورکړ، د خپل نامه تر څنګ یې په مستعار نامه هم د هیواد او هیواد والو په ګټه مضامین لیکل.
تريوې آزموينې وروسته ئې دوه کاله په کوزه پښتونخواکي  د امریکاږغ رادیو سره کارپیل کړ او په ۱۹۸۳ کال  امریکاته کډه سو، په امریکا ږغ راډیو کي یې د خبري برخي سره پر همکارۍ سربېره په ادبي ، علمي او کلتوري برخه کي ډېر کار کاوه، ډېر ښه اوپه زړه پوري څېړنیز او علمی پرګرامونه یې وړاندي کول. ښاغلی جهاني  ډېر د خولو او حافيظونه  لوېدلي شاعران اولیکوالان افغانانوته دهمدې راډيوپه مرسته معرفي کړل، ځوان ادبي کاروان ته یې ښې لارښووني کولې، د نورو ژبو څخه یې ډېرګټور او خوندور اشعارپه نظم ترجمه کول او د همدې لاري څخه یې خپل خواږه، سوځنده او جادوګر شعرونه په خپل جادوګر اواز کي خپرول.
جهاني صاحب پسله هغه چي امريکاته کډه سواوهلته ئي دامريکاږغ (اشنا) راډيو سره کارپيل کړ په بې شمېره هغو علمي اوفرهنگی غونډواوسمينارونوکښي  فعال گډون کړی کوم چي دده اويادبل کوم عالم اوليکوال په وياړجوړسوي دي .
په خوښی بايد يادونه وشي چي افغانانوددې ټکي په پوهېدوسره چي دخپلو وياړلوشخصيتنودرناوی ددوي په ژوندکي وسي دلراوبرافغانانولخواډر نازول سوی اودده ددعلمی اوادبي خدمتونودستاينې په خاطر دنړئ په مختليفو هيوادوکي علمي اوفرهنگی غونډي جوړي سوي .
نوموړي د لر ابرافغانستان په بیلابیلو برخو سربېره دنړۍ مختلفو هيوادو لکه : انگلستان ،بلجيم ،کوزي پښتونخوا، سوېډن ،جرمني ،هالنډ،کاناډا، دامريکا مختليفو ښارونو،اوکراين هيواد دادېسې ښار اوروسيې فدراتيف جمهوريت مسکو اوسانکت پيترزبورگ ښآرته ته دده په وياړعلمي اوفرهنگی غونډوکي دفعالي ونډې اخيستوپه موخه  سفرونه کړي .
 دافغانانو لخوا دده په ویاړ په لسګونو ، غونډو ، سیمنارونو ، او مشاعرو کي ستایل سوې دی او تیر کال  د سویډن هیواد او هلته دافغانانو دمیشتي دوستۍ فرهنګي ټولني لخوا د افغانستان د خلکو دغوره شاعر په نامه ونومول سو او په یاد ستاینلیک وویاړل سو. دادی  سږ کال د جولای په لومړۍ نیټه د بېنوا د غوره شخصیتونو په ویاړنه کي نوموړی دبېنوا د۲۰۱۱کال دغوره شاعر په نوم ونومول سو او یادستاینلیک به دښاغلي جهاني په ویاړ په اوکراین کي د جوړیدونکي غونډي په ترڅ کي نوموړي ته ډالۍ سي .
همدا ډول په هغه سفرکي چي ښاغلي جهاني دروسيې فدراتيف جمهوريت ته درلود دروسيې دليکوالوداتحاديي لخواجهاني ته د گابریلوف عالي نښان منظور اوپه ځانگړو مراسيموبه ښاغلي جهاني ته ورکول سي .
په هغه تاريخي نمانځ غونډه کي چي دجولاي پر ۱۷تاريخ دمسکوپه ښارکي ددې ښارداوسېدونکوافغانانوپه ابتکارجوړه سوې وه ،د نمانځغونډې په پای کې د مسکو د ښار د لیکوالو د اتحادیي د ریسسه هسات غړو ولګا پاولوفنا ددغه اتحادیی مسوله سکرتره او خاندیکوف د اتحادیی مرستیال خبرې وکړي.ښاغلی جهاني ته یې د ګلو ګيدۍ ورکړي . خادیکوف پخپلو خبرو کې وویل چې،ما دجهاني شعر د روسي لوی شاعر پوشکین سره موازي بېدا کر.دده دشعر موسيقي د پوشکین د شعر له موسیقي‎ سره نږدیوالی لري دا به ډېره پر ځاي خبره وي چې موږ جهاني ته د افغانستان پوشکین ووایو.
دمسکو دلیکوالو د اتحادیی مسوولینو ژمنه وکړه چې د جهاني شعرونه به په روسي ژبه وژباړي او چاپ یې کړي.
په امریکا ږغ راډیو کي تر اووه وشت کاله ژورنالیستیکي او ادبي خدمت وروسته په ۲۰۱۰ کال کي ئې دځينواړتياوله مخې  تر خپل وخت د مخه تقاعدواخيست .اوس جهاني صاحب  د ویرجینیا ایالت دسپرنګفیلډ په ښار کي په خپل کور کښي لیکل او لوستل کوي خو دا هم باید وویل سي چي ښاغلي جهاني په خپلو ېبعي ځانګړنو ځان ته جلا سبک رامنځ ته کړی او د رادیو د لاري یې دغه سبک دونه خپور سوی او مشهور سوی دی چي په اوسمهالوشاعرانوکي بل داسي د سبک څښتن او مشهور شاعر نسته.
په دې وروستیو کي یې پر پښتو ولسي ادب یوخورا قوي څېړنیز اثر او یوه د نوو شعرونو مجموعه چاپ ته چمتو سوې ده  چي انشاالله ژر به خپاره سي او تر دې پخوا یې دیارلس اثار چاپ سویدي:
۱ - ورکه مېنه، شعري مجموعه
۲ - پایکوب، شعري مجموعه
۳ - د سباوون په تمه، شعري مجموعه
۴ - شپېلۍ، شعري مجموعه
۵ - کوه طور، شعري مجموعه
۶ - راز و نیاز، شعري مجموعه
۷ - د مشکو کاروان، څېړنیز او کره کتنیز اثر
۸ - د پښتو په سُر او تال کي د غربي سندرو شرنګ، د انګلېسي اشعارو منظومي ترجمې
۹ - شرقي لمني غربي ګلونه، د انګلېسي اشعارو منظومي ترجمې
۱۰ - بګهت کبیر دپښتو په بڼ کي، د هندی متصوف شاعر بګهت کبیر د اشعار منظومي ترجمې
۱۱ - د خیام رباعیات ، د عمر خیام د رباعیاتو منظومي ترجمې
۱۲ - قوماندان، ناول
۱۳ - هرات، پښتانه او ستره لوبه، تاریخي اثر
د ښاغلي جهاني دیادسوو آثار په وارو وارو په زرګونو ټوکه چاپ سوي اوڅنګه چي یې علاقمندان ډېر دي لا هم چاپیږي. چي یو کوه طور ئې د افغان خپرندویه ټولني دمشر سیداحمد قانع په وینا اته ځله چاپ سو چي دتیراژ شمیر ئې تر ۳۵ زروجلدو پوري رسیږي او لا هم په بازار کي دنوموړي کتاب کمي احساسیږي چي دا په خپله د ولس په زړونو کي دجهاني دمیني ښکارندوی کوي . جهاني اوس دونه پنځوني، ژباړي او لیکني کړیدي چي د زمانې او ټولني حافظه به یې تر هغو هېر نه کړي تر څو چي انساني ژوند دوام لري، د هغه لفظ لفظ او کرښه کرښه یا د پلرو حماسې یادوي، یا راتلونکي ته لارښوونه او یا دایمي واقعیتونه او معنوي ښکلاڅرگندوي.
ښاغلي جهاني دنثر په برخه کې هم ليکنې لري چې دقوماندان په نوم يوناول لري اوپه دريو لسيزوکې چې کوم ترخه اوپريشانه حالات او تا ريکې پيښې اوحالات راغلي پکې يې زکر کړي دي .دهرات پښتانه اوستره لوبه يوبل تاريخی اثر دي چې دغوريانو ، تيموراوتيمويانو اداسې نورو پښتنو امپراتورانو چې په هرات کې يې ژوند کړ ي ياد آوري کړې ده  يوبل اثرچې البته تذکره ده دمشکوکاروان په نامه باندې ياديږي چې دپښتو ادب دمعاصرې دوري دشاعرانوژوندليک اودآثاروبيلګې پکې ذکرشوي اوهمدارنګه دکلاسيکې دورې شاعران هم پکې پوره ډول ذکرشوي دي .    
 دريمه برخه آثار يې منظومې ترجمې دي  چې شميره يې دريوته رسيږي لکه : غربي ګلونه اوشقی لمنې چې دانګلسي  څخه ترجمه  شوی کتاب دي ، دبګهت کبيردپښتو په بڼ کې يوبل منظوم اثردي چې دبګهت کبيراشعاريې دانګلسي څخه پکې ژباړلي دي  اودريمه دامنظومه ترجمه دخيام سرونه دپښتوپه تال کې چې داهم دانګلسي څخه پښتوته ژباړسوي .
دافغانستان د رواني غمیزي څخه زیږند ه سیمیزو تعصباتو او ژبني تربګنیو په وړاندي دښاغلي جهاني ملي او افغاني دریځ او دده یاغي اوافغاني  نغموچي په ول ول کي ئې د افغانیت حماسه نغښتې ده  په کور دننه او بهر د درست افغان ټبر په زړونو کي  اوس جهاني د یوالي دسمبولیک مشر په حیث  ځای موندلی دی . چي دلراوبر په هره سیمه ، کلي او ښارو کي ئې روڼ اندي ، عالم  ، عامي او کوچي ټول دنامه او شعرونو سره پوره اشنائې لري او پوره  درناوی ورته لري .
د جهاني د اوږده او ویاړلي ژوندپه هیله .

اخذونه
---------------------------
د بېنوا ادارې خپل یاداشتونه .
د راز و نیاز شعري مجموعه
د سباوون په تمه شعري مجموعه
دشپېلۍ شعري مجموعه
 د هوتک صاحب لیکنه
د ارواښاد پژواک لیکنه، ورکه مېنه
د خیال انځور پورګرام، د نجیب منلي مرکه
 راوزنیاز، سپوږمۍ رادیو، د هارون حکیمي پروګرام
په بېنوا پاڼه کي دجهاني سره دسپیڅلي مرکه
بیلابیلي پښتو ویب پاڼي