په ا ول کي د\"کټوازی\" صاحب ومحترمي کورنۍ ته هغه چي په هالند ،کابل ا وکټواز کي ژوند لري خپل سلامونه ا وتر هغه وروسته ، دخپل یوه ملګري ا و ددوی دکورنۍ د مشر محترم خیال محمد \"کټوازي\" دبی وخته مړني له امله خپل د خفګا ن اظها ر وکړم ،ا و له دوی سره په دې غم شریک یم . ځکه محترم خیال محمد \"کتوازی \" علا وه پردې چي دپښتو ژبې یو با استداد ه شاعر وو، سیا ستوا ل ،سا زمنده ،وطن پرست ا و وطن ته وفادا ر شخصیت وو. نوموړی ما دڅرخي پله په زندان هغه وخت وپیژندئ کله چي نوموړې دا ول بلاک په دریم پوړ (۴۷) کوټه کي کوټه قلف وو. زه هم ددوی دغې کوټی ته وروستل سوم . نو ترڅوچي دولت نه وو سره جلأ کړي دیوې کوټې ا وکاسې انډیوالان وو. ا و دمرګ تر ورستیو پوري يې يه یوه میاشت کي یوځل راسره په ساعتو نو په تلیفون کي خبري کولې . ا و دسږو تکلیف ورسره ملګرۍ وو . دنوموړي د ژوند ،مبا رزي ،قربانیو ،لیکلو اثا رو ا وهم د ده د شخصي کرکتر په باب به په راتلونکي کي په تفصیل سره یو څه ولیکم . نو دوستانو ته يې تسلیت وایم ا ونوموړي ته به دخدای(ج) له دربا ره دجنت غوښتونکې سم . په در نښت .