د کانبرا( ایالت) څو کلتوریزه مېله!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53446
حُسن مبارک بارکزی ـ آسټرالیاـ
دخبریدو نیټه : 2013-02-10


 (Canberra Multicultural Festival) د آسټرالیا هیواد په پلامېنه(  کانبرا) ایالت کي څو کلتورېزه مېله د
په نامه د روان میلادي کال د فبروري د اتمي( ۸) نېټې څخه بیا د فبروري تر( ۱۰) نېټې ونیول شوه.
 

دغه مېله یا(فیسټیوال) هر کال د کال په پیل کي په دې موخه نیول کیږي چي په آسټرالیا مېشت بیلابیل وګړو د کلتورونو، خوړو او کالو څخه لیدنه او لمانځنه وشي.
د تیر په څېر سږنی جشن هم د بیلابیلو آسټرالیا مېشته وګړو په حضور او ټنګ ټکور سره په داسي حال کي پیل شو چي هر هیواد او هر کلتور خپل کلتوري ځانګړتیاوي، ملي کالو او هیوادني خوړو په څرګندولو سره د خپل شتون او حضور څخه پریمانه خوند اخیسئ، خو له بده مرغه زمونږ افغانانو تاریخي اړیکو ته په کتلو سره چي د آسټرالیا د هیواد سره یې لرو، زمونږ حضور یا شتون هیڅ نه وو، او که وو هم نو د هيڅ کلمې شرف پرې درلود.
مونږ افغانان چي دا ناریال خپل پر تندي ماتوو چي پنځه زره کلن تاریخ لرو، او یا هم دا چي مونږ افغانانو د آسټرالیا د ټولني په ودانولو او او اباتولو کي سترګنه ونډه اخیستېده نو پایله یې داده چي نن ورځ په داسي ټولنیزو او کلتوري غونډو کي زمونږ پیش کش څه چي حتی حضور لا نه وي؟
سره له دې چي په آسترالیا هیواد کي افغان سفارت د همدې کلتوري اړیکو د ساتلو، پیاوړي کولو او خلکو سره د رس او رسان کیدلو ونډه او دنده پر غاړه لري. او د سفارت چي دا حال دی چي په همدې نامه د ملک له بیت الماله پیسې اخلي نو د سیمه ایزو ټولنو په څه حال وي.
پدې اړه مي هڅه وکړه چي د ښاغلي فضل الرحمن کټوازي( افغان دیپلومات په افغان سفارت کي) سره اړیکه ټینګه کړم، چي وروسته له زنګه بریالی شوم چي د سلام او احترام د تقدیمولو په ترڅ کي پدې اړه ورسره وغږیږم، او د ښاغلي کټوازي د خوشاله، دوستانه او اصلاحیه خبرو په ترڅ کي راته څرګنده شوه چي که څه هم دوی بوخت ول خو بیا یې هم ومنله چي د سفارت حضور باید څرګند وای، او هڅه به وکړي چي په راتلونکي کي خپل حضور څرګند او حد اقل سفارت خبر او یو څه کولو هڅه خو وکړي.
ښاغلي کټوازي ته دي خدای خیر ورکړي چي د یوه داسي دپلومات په توګه چي خپل په زده کړه او کاري تجربه باندي پدې دنده ګومارل شوی نو ځکه زمونږ ژورنالستانو او عامو افغانو سره په جریان او اړیکه کی دی، او په خبرو هم سر خلاصوي. کنې ځیني نور چي په کوم زور راغلي او چوکۍ ګاني یې نیولي دي نو چوکۍ خپل ملکیت ګڼي او چرت یې هم ندی خراب( ځکه د کاکا زور په پسې دی).
په درنښت