دتور مر ګی نه تښته نشته
که په اسمان کی خونې وتړې ما ينه
هو!ارواښاد خيال محمد می له نږدی نه پيژاند،خو دملګروله خولې،شهيد ستر تره کي به دوزيرانوشورا په غونډو؛مخامخ او ټلفونې خبروکې دډېرې ژورې مينې خيال جان با له!!!
ارواښادکټوازې ېو سپين زړې؛روڼ انده؛په هيواد ؛پښتو؛پښتنواولراوبر مين وو!ان دوطن خاوره له دې وېرې چې ټوله خرڅه نشې په پټه په خپل ستوني کې ګرځوله؛دهيواد ابادی؛ښيرازی؛بډاينه اوبسياېنه ېي د زړه دتال ارمانونه
وو۰۰۰۰!!!!
زه په داسې حال کې چې دهغه په مړينه وېر جن يم او وايم!
خيال جان به بيرته مونده نشي
که وچې ونې په ژاړه زرغونې کړمه
دراني کورني او ملګرو ته ېي د زړه صبر غواړم او پدې شغرډاډ ګيرنه ورکووم
يوه ورځ به داجهان وي نه به يې نه به زه يم
هم به مځکه هم اسمان وي نه به ته يې نه به زه يم
سپين لاسونه د ساقي به ګرخوي پيالې د ملو
سره جمغ به ياران وي نه به ته يې نه به زه يم
څوک به خاندي څوک به مات وي تر غم لاندي
هم ساحل هم به توپان وي نه به ته يې نه به زه ي
ارواښادکټوازې ته دفردوس جنت غواړم۰
ډاکټر ادم خان ځدراڼ
اورګون ـ پکتيکا