داطلاعاتو او کلتور د پخوانۍ وزير د مړينی په مناسبت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53483

دخبریدو نیټه : 2013-02-11

داطلاعاتو او کلتور د پخوانۍ وزير د مړينی  په مناسبت
د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواخوږی پیغام
نيټه: ۱٢/۱۱/١٣۹۱ - ۹/٢/ ٢٠١٣
کابل - افغانستان
په  ډیره خواشینی سره مو خبر ترلاسه  کړ چه  دهیواد نومیالی لیکوال، شاعر تکړه  ژورنالیست او سیاستوال خیال محمد کټوازی په  (۶۵) کلنی عمر د هالنډ په هیوادکی په حق ورسید .
 
ارواښاد خيال محمد کټوازی  د لومړنۍ اومنځنی  زده کړو وروسته  خپلی لوړي زده کړي د کابل پوهنتون د ادبياتو دپوهنځی د ژورناليزم په څانګه کی پای ته رسولی او د راډيو افغانستان د خپرونو په چارو کي کار کړی  ، په ١٣٥٧ کي د راډيو تلويزيون د وزارت معين او په  ١٣٥۸  کال داطلاعاتو او کلتور د وزير په توګه وټاکل شو ، خو د همدې کال د جدي په شپږمه نیټه پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل څخه وروسته زنداني او د شورويانو د استعمار په ټول دوران کي څه  کم نهه کاله د ببرک کارمل د څرخي پله په زندان کي کوټه قلف سا تل سوی و.
ارواښاد کټوازی دزندان څخه د خلاصیدوو وروسته د باندنيو چارو په وزارت کي د وزير سلاکار ، معين او بیا په لیبيا کي دافغانستان د سفير په توګه وټاکل شو. دڅولسیزو راپدي خواپه هالنډ کښي دکډوالی شپې او ورځې تیرولې خو د ژوند  تر پایه پوری په فرهنګی چاروکی فعال پاته سوی چه  څو شعری چاپ سوی ټولګی يی ښه بیلګی دی.      
دخواخوږی ادبی اوکلتوری ټولنه د اروښاد خيال محمد کټوازی مړينه يوه لويه  سیاسی او فرهنګی ضايعه بولی، ارواښاد ته جنت الفردوس و کورنی،دوستانو ،ادبی ،کلتوری او ټولنیزو ټولنو ته د خواخوږی مراتب وړاندی کوی.
روح دی ښاد وی
په درنښت
الحاج غرزی خواخوږی
د ټولنی مشر