پــه خواشينۍ سره موخبرترلاسه کړ چي دپښتوژبي تکړه اوهڅاند شاعر (عبدالمالک مستانه ) دتيرزيارت په شپه په جنوبي پښتونخواکوټه کي دځينو بې رحمو کسانو له خوالومړی وتښتول شو اوبيا په شهادت ورسېد .
انالله و انا الیه راجعون !
نوموړی په ۱۳۵۳ش هجري کي دترين کوټ ولايت ،چارچينو ، ولسوالۍ دحاجي ميرولي خان په کور کي ځېږيدلی وو.
چي اوس له ډيري مودې راپه دېخواد کوټي په ښارکي دخپلي کورنۍ سره اوسېدی .
عبدالمالک مستانه ، دنثر ترڅنګ په پښتو شعر کي هم ښه لاس درلود، چي په دغه لړکي يې ( مستانه دعشق جهان يم ) شعري ټولګه په ۲۰۰۹ ع کي په کوټه کي چاپ شوې وه .
او دوه نور کتابونه يې چاپ ته چمتو وو.
دارواښاد مستانه يو شعر :
خوار ملت مي بيا ځوکليـــږي ، ټـــول يې وينــي
اه ، پــــه ويـــنو کـــي لمبــيــږي ، ټــول يـې وينــي
دبـــلا غــونـــــدي تـــيــارې راځــــي بــــدشکــلـــه
درڼــــاډېــــوې مــــړه کــيـــږي ، ټـــول يــــې وينــي
ورځ پــــه غــــم کـــي ، شـــپــه پــه هجــرتيرومـــه
ژونـــــد دټــــولـــوبــــربــاديــږي ، ټـــول يې وينـي
هــروګــــړی مــونــن بـيـــا لاس اوګـــريـــــوان دی
ورور دورور په مرګ خوښيږي ، ټول يې ويني
زمــوږ دخــټــوکــورګـــی وران دی لاورانــيـږی
بــنــګلـــې د دوی جـــوړيــږي ، ټــول يــې ويـنــي
وچـــي نــه شولـــې زُمــــا دســـترګـــواوښــکـــي
يـار دمرګ کــنـــدي تـــه لويـږي، ټول يې ويني
زمـــالا هـغـــه پخـــوانـــی پـــر هـــرجـــوړنــــه وو
دوی وبـــل جنګ تــــه پاڅيږي ، ټول يـې ويني
نــــه ديـــار نـــه درويـــبـــار درک مـــعـــلـــوم دی
بـــې اميــــده ورځ تــيـــريـــږي، ټــول يـې وينـي
تــورمـــاښام دی مســتانــــه دقــــــام غمخـوره
پرپښتون مي زړه خــوږ يـــږي، ټــول يې ويني