په تجدیدنکاح سره مهرنه لازمېږي:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53569
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-02-15

فتوي نمبر(۶۸۰)
مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي ډاکترنورګل چین.
سلامونه مي ومنئ ، السلام عليکم.
محترم مولوي صاحب ، ستاسي له درانه حضورنه يوه پوښتنه لرم هغه داچي ځيني  خلګ له خپلي ښځي سره داحتياط په خاطرنکاح نویې کوي نو په دغه نکاح کښي ولور هم يادکړي نو ايا داولوربيالازميږي اوکه نه؟

الجواب ومنه الصواب:


نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
اول خواحتياط په دې کښي دئ چي دتجديد دنکاح په وخت کي مهر يادنکړي ،اوکه مهر ذکرکړي مطلب يې ورڅخه تجديددنکاح وي بياهم ولوَر اومهرنه لازميږي، اوکه يې نکاح دمهر دپاره تړله نو بياور باندي لازميږي.،شامي۲ج ،ص۳۷۳مطبع بیروت
والسلام ومن الله التوفيق.