دښځي وينه ومېړه ته ورکول:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53573
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-02-15

فتوي نمبر(۶۸۴)

مستفتيه:شافیه له روسیې څخه.

 زماپوښتنه داده چي که ديوې ښځي ميړه مریض وی اودغه ښځه دډاکټر په حکم وخپل مېړه ته  وینه  ورکړي نودابه څنګه وي.

الجواب ومنه الصواب:


نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
وروره چي ډېر شدید ضرورت  نه وي نو مناسب داده چي وينه ورنکړي ؛ځکه یوانسان چي  بل انسان ته وینه ورکړي نو ددغه وينی ورکونکي انسان ، اخلاق وهغه بل انسان ته دویني په سبب نقل کيږي.
خوکچيري  ښځه وخپل میړه ته وينه ورکړي نوپرنکاح اوپرحلالوالي ددې ښځي باندي کوم اثرنه اچوي .
[الات جدیده/ص۱۸۱/کفایت المفتي.
والسلام ومن الله التوفيق.