د سلام فرهنګي ټولني له خوا دخواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5372

دخبریدو نیټه : 2006-01-26

 په ډيري خواشنۍ خبرشولو چې د پښتون اولس زړه سوانده مشر ، د لر و برو پښتنو نامتو سياستوال ، د پښتون قام د وياړ شمله اود پښتنې مبارزې کورنۍ يو بل سر لارۍ خان عبدالولي خان له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې .

انا الله انا اليه راجعون

سلام فرهنګي ټولنه او پلويان يې دټولو پښتونو ورڼوخوېندو سره په دې ستر غم او ناورين کي ځان شريک ګڼي او د لوی او مهربان څښتن تعالی ( ج ) څخه د مرحوم بابا عبدالولي خان د سپيڅلي روح لپاره د فردوس جنت دعا کوي ، کورنۍ ، دوستانواو ټول پښتون ټبر ته د دې نازل شوي غم د زغم هيله کوي . لویۍ څښتن دي جنتونه ور په برخه کړي ، امين يا رب العالمين


د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
نيدرلند، اسن ،٢٠٠٦\٠١\٢٦