طالبانودوانت وايګل دولسوال کورسوځلى اودکورنى غړي يې ډبولي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53775

دخبریدو نیټه : 2013-02-25

د نورستان چارواکي وايي ، چې تېره شپه وسلوالو کسانو ددې ولايت د وايګل ولسوال مولوي رحمت الله رحمت کور سوځولى او د هغه د کورنۍ غړي يې وهلي دي.د نورستان والي تميم نورستاني وويل ، چې دا ولسوالي له تېرو درېيو کلونو راهيسې د طالبانو په ولکه کې ده او د ولسوال کور هم ددې ولسوالۍ په يوې لرې پرتې سيمې کې وو.نورستانى وايي، چې طالبانو تردې وړاندې هم د ولايتي شورا د مشر په ګډون د ځينو نورو دولتي چارواکيو کورونه سوځولي دي.د وايګل ولسوال مولوي رحمت الله رحمت، چې دا مهال په يوه رسمي سفر ننګرهار کې دى، وويل ، چې طالبانو تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې دده پر کور حمله کړې ده.دى وايي، چې طالبانو لومړى دده د کور غړي (څلور کوچني ماشومان، درې نجونې ، او دوه مېرمنې) ډبولي دي او بيا يې کور ته اور اچولى دى.دى وايي ، چې ملا يوسف له پاکستان څخه پيسې راوړي او په خپلو کسانو يې ويشي، ترڅو د دولتي کارکوونکو کورونه وسوځوي.