طالبانوخلک په زوردسيمه يزوپوليسوپرضدلاريون ته اړکړي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53777
سيدالله سلام
دخبریدو نیټه : 2013-02-25

د غزني د اندړو ولسوالۍ چارواکي وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې خلک له سيمه ييزو پوليسو ډېر خوښ دي او طالبانو خلک په زور د سيمه ييزو پوليسو پر ضد راپارولي او لاريون يې کړى دى.دغه لاريون چې لسګونو کسانو په کې ګډون کړى و، سهار شاوخوا لس بجې پيل شو او د دغې ولسوالۍ د ملانوح بابا په سيمه کې يې د کابل – کندهار لويه لاره د درېيو ساعوتونو لپاره تړلې وه.د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسوال وويل: ((دغه لاريون ته خلک وسلوالو طالبانومجبوره کړي، هغوى ورته ويلي، چې ولاړ شئ او د سيمه ييزو پوليسو پر ضد لاريونونه وکړئ، که داسې ونه کړي، نو په هېڅ ډول نه شي کولاى، چې په خپله سيمه کې واوسيږي، يا به وژل کيږي او يا به له خپلې سيمې کډه کوي.وسلوالوطالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي .