محمد ګل : که څوک اول عمره وکي بیا حج باندي قرض سو؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53829
مفتي مولوي موسى كليم دانش
دخبریدو نیټه : 2013-02-28

پوښتنه کوونکی : محمد ګل امیرزی

سلامونه: محترمو زما پوښتنه داده که یو څوک عمری ته لارشی اوحج یی نه وی کری
بیاباید حج ته لارشی اوکه څنگه یعنی حج پری لازمیږی اوکه څنگه ؟؟

 

-----------------------------------------------------------------------------------


(ځواب )كه په چا باندي حج فرض وي اودغه شخص عمره وكړي اوحج وونه كړي نودعمري په اداكولو سره دحج له فريضي څخه نه خلاصيږي نوحج كول ورباندي لازم ده اوكه حج وونه كړي نودلوي عذاب اووعيد مستحق ده
 نودغه شخص كه له اشهر الحج څخه مخته اوياپه اشهرالحرم كي قادر وي اوله دغه ځاي څخه خلك حج ته ځي اودغه شخص په دغه وخت دتللوكي قادروي وروسته بيافقير شي نوحج كول ورباندي قرض ده اوكه قريب الموت شونووصيت ورباندي لازم ده
 وفي المشكاة المصابيح
(عن علي رضي الله تعالي عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من ملك زاد ا وراحلة تبلغه الى بيت الله ولم يحج فلاعليه ان يموت يهوديا اونصرانيا (مشكوة المصابيح ۱ج۲۲۲ص)
 وفي الفقه الحنفي في ثوبه الجديد
ومن وجب عليه الحج فلم يحج حتي افتقر تقرر الحج في ذمته ولايسقط عنه بالفقر الطآري عليه سواء هلك المال بنفسه اواستهلكه (الفقه الحنفي في ثوبه الجديد ۱ج
 ۴۵۲
وفي الطحطاوي على الدر
اذاكان الرجل قادرا قبل اشهر الحج اوقادرا في اشهر الحج حتى افتقر تقرردينا وان ملك في غيرها لاشي عليه (طحطاوي ۱ج۴۸۳ص
 (المفتي ابوالفيض مولوي موسى كليم دانش الغزنوي )