د خواشينۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53844
د پکتيا ژورنالستان ( پکتياپريس کلب )
دخبریدو نیټه : 2013-03-01


په ډيره خواشينۍ سره مو خبرترلاسه کړ چې د شمالي وزيرستان مشهور او تکړه ژورنالست ملک ممتاز د نامعلومو وسلوالو له لوري وژل شوی، ملک ممتاز د شمالي وزيرستان د ميرانشاه په ښارکې يوه ورځ تر هغه ووژل شو چې دی د ميرانشاه د خبريالانو د ټولنې مشر وټاکل شو
له ملک ممتاز څخه يوه ميرمن ، دوه زامن او يوه لور په پنځوس کلنۍ کې پاتې شول
د پکتيا ټول ژورنالستان (پکتياپريس کلب) د مبارز او تکړه ژورنالست په وژنه سخت خوابدي دي، او د ژورنالستانو سره په دا ډول د چلند غندنه کوي
د حق ناره به کله هم په دا ډول نامشروع کړنو غلې نه شي او لابه دهغو شومو څيرو د ناوړه کړنو څخه پرده پورته کوي چې دوئ د ټولنې په بربادئ لګيادي او نه غواړي هرڅه دې بې ژبې ولس ته ګويان شي.
په پای کې د مرحوم کورنۍ او د دې ډګرټولو مبارزينو ته د ده د مرګ له امله د خواشينۍ مراتب وړاندې کوم . او ارواښاد ته د فردوس جنت غوښتونکي يو
روح يې ښاد پر ګور يې نور