د تکړه لیکوال، شاعر او ژباړن، سیف الرحمن اشناد فاتحې خبرتیا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53865

دخبریدو نیټه : 2013-03-02


د هیواد د تکړه لیکوال، مولف ، شاعر او ژباړن، سیف الرحمن اشنا د مړینې له امله دوستانو ته خبر ورکول کیږي چې  د نارینه و فاتحه د یکشنبې په ورځ (د حوت ۱۳ – د مارچ دریمه) د ماسپښین له یوې نیمې تر درې نیمو بجو د تهیه مسکن په محمدیه (ص) جامع جومات او د ښځو فاتحه د دوی په کور (د تهیه مسکن ۱۱ بلاک) کې اخستل کیږي.
اشنا صاحب کلونه کلونه په بېلابېلو ادارو لکه باختر اژانس او پوهنیز نصاب کې خدمت کړی او په درجنونو کتابونه او سلګونه لیکنې یې زموږ فرهنګ ته وړاندې کړي دي.
انا لله و انا الیه راجعون . (موږ ټول د الله (ج) یو او ټول هغه ته ورځو).
مننه
د مرحوم د کورنۍ او دوستانو له خوا