په ۲۰۱۴ کال کي دا فغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته يوه کتنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53867
د ډاکټر عبدالباري ژباړه
دخبریدو نیټه : 2013-03-02

 

 

دجرمني د سياسي ښوونو د فدرالي مرکز(Bundeszentrale für politische Bildung) دويبپاڼي څخه 
ليکوال: توماس روتيک

کابل :01.March 2013
نړيواله ټولنه غواړي چي د راتلونکي (۲۰۱۴م) کال تر پايه د افغانستان څخه خپل ټوله نظامي قطعات وباسي. دا په داسي حال کي چي په هيواد کي کړکيچونه او شخړي په خپل ټول شدت سره دوام لري او ټولنيزي ستونزي تر پخوا لا زياتي شويدي، خو دمسئلې د سياسي حل په هکله به لا فکر کيږي!
 
په افغانستان کي د شخړو اوسنی حال :
د افغانستان حکومت ته د هيواد د امنيتي چارو د مسؤليت سپارل  او د ددې هيواد دعام و تام ملي حاکميت  اعاده کول اوس د نړيوالي ټولني اصلي هدف ګرزيدلی دئ. د افغانستان د حکومت او ناټو تر منځ  د ۲۰۱۰ کال دانتقالي ستراتيژۍ په پريکړه کي د نظامي چارو د تقويې مسئلې ته خاصه پاملرنه سوې وه. خو ژر څرګنده سوه  چي دناټو له خوا د افغانستان د امنيتي ځواکونو(ANSF) روزل او تقويه کول د محدوديتونو سره مخامخ،او په نهايت کي د افغاني عسکرو او پوليسو له خوا  د زياتو بهرني مسلکي روزونکو وژل دغه پلان ناکامه کړی دئ. ( د ۲۰۱۲ کال  په ۳۵ پيښو کي ۵۵ بهرني مشاورين وژل سوي وه). له دې امله دئ چي د ۲۰۱۴ کال وروسته  چي د ايساف مأموريت هم پاي ته رسيږي ، د ناټو ورپسې مأموريت چي د جدي ملاتړ (resolute Support ) تر عنوان لاندي به يې کوي، په مراتبو تر اوسني مأموريت محدود او کوچنی وي. همدا اوس په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د سرتيرو شمير ۱۰۴۰۰۰ دئ چي ددې جملې څخه ۶۸۰۰۰ هم د امريکې  دي.
اوس ناټو وال هم د خپلو وتلو د پاره تر دې شرطونو تير دي  چي په افغانستان کي به سوله راځي، دولتي جوړښتونه به ټينګيږي او بيا رغونه به ترسره کيږي. د افغان حکومت څخه عملاً تر دې غوښتونو هم تير دي چي سياسي اصلاحات او ريفورمونه به راولي. د افغاني امنيتي ځواکونو په جوړولو کي اوس تر کيفيت د کميت زياتول خوښوي. د ۲۰۱۴ کال تر پايه بايد دامنيتي سرتيرو  شمير تر ۳۵۲۰۰۰ پوري ورسيږي، خو د مصارفو په خاطر يې دغه شمير تر ۲۰۱۷ کال پوري بيرته ۲۳۰۰۰۰ ته راکښته کړ ، چي په دې صورت کي به يې مصرف تر څلورو مليارډو ډالرو پوري ورسيږي.د سرتيرو روحيه نوره لا هم ضعيفه ، تلفات او تيښته هم پکښې زياته سويده او د اردو په ترکيب کي د توکميز انډول خوند هم نسته. بده خولا دا چي د داخلي جګړو مليشايي شبکې هم ورځ په ورځ نفوذ پکښي کوي. اوس اکثره پوليس او سرتيري د خپلو پخوانيو جنګي او وسله والو ډلو مشرانو  ته وفاداري ښيي، نه و مرکزي حکومت ته. دغه و مليشاوو ته ورته د محلي پوليسو
 ( Afghan Local Police) جوړول ( هغه چي په تير ۲۰۱۲ کال کي يې شمير ۱۷۰۰۰ نفرو ته رسېدئ او د ۴۰۰ ولسواليو څخه په ۷۸ ولسواليو کي ټاکل  سوي وه) پخپله داښيي چي اوس لويديز مرسته کونکي پر منظمو دولتي ځواکونو بې باوره سويدي. طالبان او نور پاڅونيان د هيواد په ډيرو سيمو کي په مختلفو ډولونو او شدت سره فعاله سويدي او سره ددې چي ددوي د منځنيو درجو په  قوماندانانو کي تلفات راغلي دي ، خوسره ددې هم د دوي و تشکيلاتو ته څه زيان ندئ رسېدلئ. په ۲۰۱۲ کال ددوي نظامي او دهشتګر فعاليتونو د ۲۰۱۰ کال په کچه چنداني تغير نه وو کړئ. فکر کيږي چي طالبان اوس د سيمو نيول اوس دونه مهم نه بولي، بلکه دوي اوس تر ۲۰۱۴ کال پوري خپله دمه کوي، ترڅو بهرني ځواکونه پخپله ووزي. خو په ۲۰۱۳ کال (يعني په دې روان کال کي) د دوي له خوا د سختو عملياتو انتظار کيدلاي سي، په تيره بيا په هغو سيمو کي چي امنيتي مسؤليت و افغاني ځواکونو ته سپارل سويدئ.
 
دشخړو علتونه اوريښې:
د مقاومت دا اوسنی بهير تر ډيره حده علت نه بلکي دافغانستان د داخلي شخړو يوه علامه او نښانه (Syndrom)گڼل کيدای سي.د هيواد دولتي مؤسسې تر اوسه لا ضعيفي دي اودمشروعيت خلاوي لري. ( د مثال په توګه د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو د انتخاباتو درغلۍ )، د دولت د درې ګونو ( يعني مقننه، اجرائيه او قضائيه) قواوو تر مينځ تفکيک نسته اوپه پوره خپلواکۍ سره کار نسي کولای. د قانون حاکميت کمزوری دئ،د حکومت رهبري غير مؤثره او د يولړ محدودو کسانو په ولکه کي ده. د جمهور رئيس اداره اکثراًد پارلمان پريکړي نه مراعاتوي او پر عدلي ځواک يې لاس بر دئ. د هغو زورواکو جنګي ډلو مشران چي په ۲۰۰۱ کال کي يې په بې وسلو کولو پيل وسو، اوس د حکومت، پارلمان او دعدلي چارو  په مهمو او ټاکونکو مقامونو کي خپله باداري کوي.د علماوود شورا غړي او همدارنګه د غه غير رسمي په اصطلاح جهادي مشران اوس د ولسمشر ډير نږدې مشاورين دي او په عدلي چاري کي هم لوي لاس لري. يو لړ سياسي شبکې هم يو دبل سره پر اقتصادي ګټو او د محدودو منابعو په رقابت کي يو بل سره خوري او د مخدره موادو د اقتصاد په اړوند يې  يو ډول مافيايي حلقې جوړي کړيدي.
د داخلي سياست ډګر دوه واره پر متضادو قطبونو ويشل سويدئ: ❶په نظامي لحاظ د افغان ملي امنيتي ځواکونو او د پاڅونيانو ترمنځ، ❷ په سياسي ډګر کي د هغي ټلوالي چي د ولسمشر حامد کرزي پر شاوخوا راټول سويدي اود حکومت د هغومخالفو ډلو (اپوزيشن) تر منځ چي د ۱۹۹۰ کلنو د داخلي جګړو د مليشاوو څخه را زيږيدلي دي. په دې دواړو جناحو کي توکميز او قومي بيلوالی هم را پورته سويده. په ۲۰۱۰ کال کي پخوانيو مجاهدينو او کمونيسټانو په پارلمان کي د خپلوجنګي جنايتونو په هکله پخپله و ځانته برائت ورکړ. پاته دموکراتيکي کړۍ سوې چي د دې دواړو خواوو تر منځ پرخالي ميدان پاته سوې. زور او فشار د مدني ټولني پر فعالينو اومستقلو رسنيو زيات سو.  دغه تفرقې او جناح وجناح بازۍ به د ۲۰۱۴ کال د اپريل پر پنځمه  د ولسمشرۍ په انتخاباتو کي چي حامد کرزی به پسله دوو دورو ولسمشرۍ نور د ټاکل کيدو حق ونلري، بيا تاو واخلي. د ولسمشرۍ د کرسۍ د پاره تر اوسه نه د حکومت د جناح له خوا او نه هم د حزب مخالف ډلو له خوا د خپلي خوښي سړئ معرفي سويدئ.  
د ۲۰۰۱ کال راهيسي د بيارغوني کارونه تر دې مهاله هسي خال خال ليدل کيږي. سره د دې چي د نړيوالي ټولني له خوا په دې برخه کي ښه ډير مصرف سويدئ. افغانستان تر اوسه لا د نړۍ په ډيرو خوارو هيوادونو(LLDC) کي شميرل کيږي، که څه هم د ملګرو ملتونو د بشري انکشاف په شاخص کي افغانستان اوس د ۱۹۲څخه ۱۷۲ ځاي ورکړل سوی دئ او په دې ډول يې يوڅه وضعه ښه بلل سويده . په اصطلاح « د فقر څو بُعدي شاخص يا(Multidimensional Poverty Index) » له رويه اوس افغانستان په ۲۰۱۲ کال کي د ۱۰۵ هيوادونو له جملې څخه ۹۶يم  ځاي نيولی وو. د نارينه او ښځينه حقوقو په ساحه کي يې شپږم مقام يعني تر وروستي مقام يوازي يو شاته وو. د هيواد د ۲۶ مليونو اتباعو څخه ۶،۲ مليونه د غذايي توکو د حادو مشکلاتو او نور ۸،۵ مليونه کسان هم د غذايي توکو د جدي نشتوالي سره مخامخ دي.  يوازي ۲۷٪ خلګو ته د چښلو پاکي اوبه رسيږي او يوازي ۵٪  خلګو د صحي تشنابونو او حمامونو امکانات لري.
په ۲۰۰۱ کال کي چي د افغانستان سره د ۶۰ مليارډو ډالرومالي مرستي ژمنه سوې وه، يوازي ۴۵ مليارډه ډالره واقعاً ورکړل سوي دي. خو د نړيوال بانک د ارقامو له رويه ددې مبلغ څخه تر څلرمي برخي لا هم په افغانستان کي لږ مصرف سويدي. په افغانستان کي د فساد د کچي په هکله دونه ويلاي سو چيTransparency International  (نړيوال شفافيت) په حواله، افغانستان د ۱۸۲ هيوادونو څخه ۱۸۰ هيواد دئ ( په دې معنی چي د اداري فساد په هکله دوهم هيواد دئ. د دولت تقريباً ۹۶ ٪ مصارف د بهرنيو منابعو څخه تمويليږي، او داخلي عوايد د رکود سره مخامخ دي. اوس داميد سترګي د طبيعي زيرمو او خامو موادو پر خوا کږي دي، خو د نا امنۍ او د لازمي زيربناوو د نشتوالي له امله د دغو زيرمو ځخه گټه اخيستل په لنډ مهاله توګه ناممکنه بلل کيږي.
 
متحده ايالاتو چي د افغانستان سره تر ټولو زياتو انکشافي مرستو ژمنه کړې وه، اوس پر خپله خبره ندي ولاړ او خپلي مرستي يې نيمئ کړيدي. په دې ډول  يې هغه د طالبانو د وختونو راوروسته ناچيزه لاسته راوړني چي د ښووني او روزني، عامه روغتيا، مطبوعاتو او مدني ټولني  په برخو کي وې د جدي مخاطرې سره مخامخ کړيدي. سربيره پر دې د امنيتي ځواکونود معاشونو آينده هم نده معلومه. د امنيتي وضعي خرابوالی ددې باعث هم ګرزيدلی دئ چي ماشومان په تيره بيا نجوني و ښوونځيو ته د تګ څخه را وګرزي. د ښوونځيو او پوهنتونو وضعه په نړيوال انډول ډيره بې خونده سويده.
ددې اوسنيو ناخوالو ريښې د پرمختګ غوښتونکو او دهغوی دمحافظه کارو مخالفينو تر مينځ په کړکيچونو کي پرتې دي، چي د ټولي شلمي پيړۍ په اوږدو کي يې دوام کړيدئ او همدغه تضادونه وه چي په ساړه جنګ کي يوه موضوع وه او په دې ډول يې نړيوال شکل واخيست. د شاه امان الله خان د اصلاحاتو تر دورې (۱۹۱۹ تر ۱۹۲۹) را وروسته چي کوم روشنفکره قشر راپورته سويدئ ، چا په دولت کي ځای ندئ ورکړئ.
يو بل ناسور هم د همسايه هيواد پاکستان سره پمني اړيکي دي. دغه هيواد چي کله په ۱۹۴۹ کال کي تأسيس سو نو سمدستي يې د پښتنو هغه سيمي تر خپلي ولکې لاندي راوستلې، چي په ۱۸۹۳ کال کي انګريزيانو د افغانستان څخه جلاکړي وې. د هغه راهيسي دواړه هيوادونه هغو ډلو تر شا ولاړ دي او او حمايه کوي يې، چي خپله خودمختاري او (د مرکزي حکومت څخه) جلا والی غواړي، او په دې ډول غواړي چي خپل همسايه هيواد د يوه ناورين سره مخامخ کړي، چي د پاکستان له خوا د طالبانو روزنه او پالنه يې يو تازه مثال دئ. نه يوازي دا بلکي د منطقې نور هيوادونه هم د خپلو کړکيچنو او ګناهو پيټي پر افغانستان ور اړوي. خو د پاکستان دولت د ټرورسټانو او ترهګرو هګۍ بل هم ددې دپاره شاربي چي پر افغانستان سربيره يې د کشميرپر لانجه پر هندوستان ور وښکاري. هندوستان بيا کوښښ کوي چي د افغانستان سره د ښو اړيکو دلاري د پاکستان دغه کوډي ور باطلي کړي.
د حل لاري چاري او کوښښونه:
د سياسي کړکيچونو د حل د پاره هلي ځلي يوازي په دې ورستيو وختونو کي را پورته سويدي او زور هم پر دې خبره اچول کيږي ،چي وايي د طالبانو سره بايد مذاکرې وسي، خو د غه هڅي ډيري ناوخته را پيل سوې، ځکه د بوش حکومت کلونه کلونه د طالبانو سره تماس نيولو ته غاړه نه ايښودله. د بوش حکومت پر دې هم نه راتلئ، چي د افغانستان کړکيچونه ټولنيزي ريښې لري او د افغانستان په راتلونکي حکومت کي و طلبانو ته ځاي ورکول هم يوه ملي مصلحت ته اړتيا لري. خو دا هم بايد وويل سي چي د طالبانو سره د خبرو د پاره اساسي شرايط وجود نه لري. په داسي حال کي چي د جنګ دواړه اصلي خواوي يعني امريکا او طالبان دواړه د جنګ او مذاکرو همزمانه ستراتيژي مخته بيايي، د افغانستان حکومت غواړي چي د طالبانو سره په يوازي سر خبري وکړي اوپه خپل انحصار کي يې راولي ،خو د بده مرغه چي و دې کار ته يوه معقوله ستراتيژي نلري. د طالبانو د خوا څخه ويل کيږي چي موږ د کابل د دې « ګوډاګي حکومت» سره خبرو ته تيار نه يو. هغو وړانديزونه چي ويل کيدل د طالبانو د منځني پوړ کسان به په ټولنيز ژوند کي ور ښکيل کړي، هم يې دومره انعکاس پيدا نه کړ.  د امريکې او طالبانو تر مينځ هغه لومړۍخبري چي د ۲۰۱۲ کال په پيل کي په قطر کي بايد سوي واي ، هم د يو پر بل باندي د نا باورۍ په وجه ناکامه سوې. د ۲۰۱۲ کال په ورستيو ورځو کي بيا په فرانسه کي په دې هکله مقدماتي خبري اتري وسوې چي  داړيکي بيرته د سره پيل سي.
د دې شخړو او کړکيچونو تاريخچه :
په ۱۹۷۳ کال کي د افغانستان دولت  متزلزله سو چي يو لوی علت يې هم دا وو چي د څوکلنو راهيسي سر پر سر وچکاليو له امله دخير پر غونډۍ ناست وو او د خلګو په حال يې سر نه ګرزاوه، نوځکه  په يوه کودتا د پښو راولويدئ. خود دې کودتا سره په هيواد کي د سولي او آرامۍ څلويښت کلنه دوره هم پاي ته ورسېدله. په ۱۹۷۸ کال د اپريل په ۲۷ نيټه کمونيسټانو دا نوئ جمهوري دولت هم رانسکور کړ. مګر ددې خلګو هغه ريفورمونه چي د لوړي خوا د فرمانونو په شکل صادريدل ،ژر د پراخ مقاومت سره مخامخ سول  او ورسره سم  يوه ناسوري کورنۍ جګړه ځني جوړه سوه. پاکستان هم د وخت څخه په استفاده د هغه وخت د پټو او کوچنيو ګوريلايي ډلو ملاوي ور وتړلې. د ۱۹۷۹ کال په پاي کي چي د شوروي نظامي قطعات افغانستان ته ننوتل، نو لانجه نړيواله سوه. د مجاهدينو ډلي د پاکستان ، سعودي عربستان او د امريکا د متحده ايالاتو د خوا په وسلو او پيسو باريدلې. پاکستان  يوازي د  افراطي اسلامي  ډلو تر شا ولاړ وو، او د مقاومت ملي، سيکولر او د پخواني پاچاد پلويانو ګروپونه يې برعکس پر شا ټومبل.
په ۱۹۹۱ کال دافغانستان څخه د شوروي اتحاد د نظامي ځواکونو تر وتلو وروسته او د شوروي د ړنګيدلو اوهمدارنګه  د ۱۹۹۱ کال کي د روسيې دحکومت له خوا پر افغانستان باندي د مالي مرستو د بندولو سره سم په ۱۹۹۲ کال د اپريل په مياشت کي مجاهدين پر کابل را مات سول. او ور سره سم مختلفوجهادي تنظيمونه د قدرت د انحصارولو په خاطر سره ونښتل، چي په دې ډول يوې کورنۍ جګړې اور واخيست. طالبان چي د پاکستان د خوا يې ملاتړ کيدئ، په دغو حالاتو کي کرار کرار را پورته کيدل او قدرت ته رسېدل. په ۱۹۹۶ کال کي طالبانو کابل هم فتح کړ او ورسره سم يې خپل اسلامي امارت اعلام کړ ، د القاعدې غړو ته يې چي پخوا لا افغانستان ته مهاجر سوي وه، پناه ورکړه. خو طالبانو ته هم ژر خپله  سرزوري بلا سوه،بل هم داچي  د دوي له خواپه نړيواله سطحه د بشر معياري حقوقو تر پښو لاندي کول ددې سبب سول چي په بهرني سياست کي پر ميدان  يوازي پاته سي. د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تر ۱۱مي وروسته په امريکا کي د بوش ادارې د طالبانو رژيم «د ترهګرۍ پر ضد جګړه » کي لومړنی هدف وګرزاوه ، هغه هم په دې تور چي ويل يې طالبان موږ ته د القاعدې مشران خاصتاً بن لادن نه تسليموي.
د جرمني د »بُن په پروسه « کي چي د۲۰۰۱ کال په دسمبرکي د  پيترسبرګ د کنفرانس سره پيل سوه ، کوښښ وسو چي په افغانستان کي سياسي جوړښتونه بيرته جوړ سي، او دولت ته خپله د عمل  توانايي بيرته ور کړي. په شکلي توګه خو دا کار هم تر يو ځايه وسو، په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ کلونو کي د اولسمشرۍ انتخابات  او په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ کلونو کي هم د پارلماني انتخابات تر سره سول، چي په دې ډول څه ناڅه يو دموکراتيک چوکاټ رامينځ ته سو. خو  د بده مرغه چي بي کفايتي ، ځانځانيتوب او نورو ته په دولتي قدرت کي برخه نه ورکول، ددې باعث سول چي پراخ اکثريت دغه نوی دولت هم د ځان و نه بولي او د طالبانو پر خوا ورولغړي.
د ژباړي پاي
ډاکټر عبدالباري
کابل
مأخذونه :
Coll, Steve (2004): Ghost Wars: The Secret History of the CIA, Afghanistan, and Bin Laden, from the Soviet Invasion to September 10, 2011, New York. Penguin Press.

Giustozzi, Antonio (2009): Decoding the New Taliban: Insights from the Field, London: Hurst C & Co Publishers Ltd.

»Maaß, Citha D. / Ruttig, Thomas (2011): Afghanistan vor neuem Bürgerkrieg? Entwicklungsoptionen und Einflussfaktoren im Transitionsprozess. SWP aktuell, August 2011.«

Rashid, Ahmed (2008): Descent into Chaos. How the war against islamic extremism is being lost in Pakistan, Afghanistan and Central Asia, London: Penguin.

Ruttig, Thomas (2012): The Road through Qatar: Chances for a political solution with the Taliban. Orient (Berlin), II/2012

Saikal, Amin (2004): Modern Afghanistan: A history of struggle and survival, London: I.B. Tauris.

Schetter, Conrad (2004): Kleine Geschichte Afghanistans, München: C.H. Beck.

Vogelsang, Willem (2008): The Afghans, Chichester: Wiley-Blackwell.
لينکونه:
»Goodhand, Jonathan (2012): Contested transitions: International drawdown and the future state in Afghanistan. November 2012. NOREF Norwegian Peacebuilding Resource Centre.«

»Giustozzi, Antonio / Reuter, Christoph (2011): The Insurgents of the Afghan North, Afghanistan Analysts Network.«

»Aktuelle Analysen zu den Entwicklungen in Afghanistan: Afghanistan Analysts Network«

»Studien zu verschiedenen gesellschaftlichen und politischen Herausforderungen in Afghanistan: Afghanistan Research and Evaluation Unit.«

»Beiträge und Informationen der International Crisis Group zu Afghanistan.«

»Aktuelle Bibliografien und Link-Listen bei: The Afghanistan Analyst: A Resource for Researching Afghanistan«