پرقبرباندي دقبردخاونددنوم ليکلوحکم:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54005
دارالافتآءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-03-11


فتوي نمبر(۶۸۸)
مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي: شريف الله ٬له کويټ څخه.

    دبېنواومحترمو کارکونکو او ومحترم مفتي صاحب ته سلامونه وړاندي کوم
محترم مفتی صاحب ځماپوښتنه داده چی پرقبرباندی دمړي نوم ليکل څنګه دي؟

الجواب ومنه الصواب.
دمړي نوم ليکل پرقبر باندي روادئ، خصوصاپرقبرو دنيکانوبندګانولپاره دپېژندلود دامړي ترډېره وخته [ص۳۷۸ج۲مرقات ].
..اجماع پرجوازدنوم ليکلوپرقبرباندي راغلې ده ..له مشرق څخه بياترمغرب پوري دنيکانو اوامامانو پرقبرو نويشتې سته ،نويشته کېدل پرقبروداسی عمل اوکاردۍ چي له پخواڅخه بيا تراوسه پوري جاري دئ.
[ ص۶۰۱ج۱ردالمحتارکتاب الجنائز ]. والسلام.