په کلمه طيبه کښي دحرامو مياشتو په شان دحرمت والاحروف:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54009
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-03-11


فتوي نمبر(۶۹۲)

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي:عبدالرحمان .باشنده:ریاض،وطن خوست/افغانستان .

دبېنواومحترمو کارکونکو او ومحترم مفتي صاحب ته سلامونه وړاندي کوم له محترم مفتی صاحب څخه ځما پوښتنه داده چي په کلمه طيبه کښی دحرامو مياشتو په ډول دحرمت والاحرفونه څودي اوکوم کوم دي ؟

الجواب ومنه الصواب:
حروف د«لااله الاالله» دوو لس دي لکه مياشتی دکال چي  دوولس دي ، څلور مياشتی حرامي دي ،لکه الله پاک چي فرمایلي دي :
«ِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ (36)التوبة.
 دغه ډول څلور حروف هم دکلمې طيبې حُرُم دي ، هغه حرفونه حروف د«الله» دي ،يوحرف دالله يوازي دئ ،يعنی جدادئ له نورو درو حروفو څخه ، دغه درې حروف «ل ل ه» دالله متصل دي ، لکه چي په حرامومیاشتوکي چي درجب میاشت له نورو دریو میاشتو حرامو څخه جلاده.
 افضل په «لااله الاالله» کښی لفظ د«الله» دئ  ، لکه چي افضل دمياشتو په کال کښی څلور مياشتی دحرم دي ،هرشخص چي په اخلاص سره «لا اله الالله محمد رسول الله» و وايي نوګناهونه دکال به يې ورژيږي.
[خیرجاري]. والسلام.