هلمند کابل مات کړ او جوزجان له هراته لوبه وگټل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54045
احمد لودين : کندهار
دخبریدو نیټه : 2013-03-13

په کندهار کې د فوټبال د پيل سويو سياليو کې په لړ کې نن هلمند کابل مات کړ او جوزجان له هرات لوبه وګټل . دا سيالۍ تېره ورځ د هيواد د ملي لوبډلې د ټاکلو په موخه د کندهار په کوربتوب پيل سوې . په سياليو کې د هيواد د اتو زونونو تکړه لوبډلو ګډون کړى دى . په دوهمه ورځ لمړى جوزجان له هرات سره لوبه وکړه چې يو د صفر په وړاندي د جوزجان په ګټه پاى ته ورسيده . په دوهمه لوبه کې هلمند کابل ته خپل زور ورښکار کړ او د يوه ګول په وهلو سره يې کابل وشرماوه خو کابل يو ګول هم ونه کړ. تېره ورځ هم هلمند د څلورو ګولونو په وهلو سره پنجشير لوبډله ماته کړې وه . سبا خوست له کندهار سره لوبيږي او ننګرهار له بدخشان سره بخت ازمايې . د د وو ورځو په سياليو کې هلمند ښه ځليدلى دى .