لرو او برو ښاغلو پښتنو ته زما پیغام!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54054
لطیف یاد
دخبریدو نیټه : 2013-03-13


 که غواړئ چې ستاسو اولادونه دعلم او پوهې نه برخمن او دښې راتلونکې خاوندان شی نو پردوی تعلیم وکړئ!
 نن ورځ دتعلیم نه پرته دهیوادونوپر مختګ او ترقي ناشونی کاردی.
آیا تاسو ډاکټر، انجنیراو دبیلا بیلو علو مو ماهرینو ته ته په خپله ټولنه او معاشره کې کې اړنیا نلرئ؟
 نن دپښتنو دوروسته پاتی والی یوه ستر ه وجه همدا ده چې په خپلو خویندو ،لوڼو او زامنو تعلیم نه کوی ، په تیره بیا د ښځو تعلیم دځانونو لپاره شرم او بي غیرتی ګڼي نوځکه دوی په غربت ،بیوزلۍ او ډول دول ستونزو اخته دی .تل محتاج او دنورو مزدورۍ کوي.بچیان یې دماشو متوبه په سختو او ځوروونکواو دمشقت نه ډکو کارونو اخته وی او ټول عمرونه یې په بیوزلۍ او غریبۍ کې تیر شی.
 که خپل زامن او لوڼه مو دعلم او پوهې په ګاڼو سمبال کړل نو هم به بیوزلی او غربت پای ته ورسیږی او هم به مو معاشره او ټولنه ودانه شی.
 راځئ سر له ننه یو کلک هوډ وکړئ او په خپلو بچیانو که نارینه دی او که ښځینه دي تعلیم وکړئ!