که کوچني په دارحرب کي ديوې ښځي شیدې وخوړلې؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54084
دارالافتآءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-03-15


فتوي نمبر(۶۹۷):
مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي  : سميع الله له کندهارڅخه .
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .

بعدله سلامه مولناابوالفضل  صاحب زما پوښتنه داده چي که يوه هلک اوانجلئ په دارحرب کښي ديوې ښځي شيدې وخوړې وروسته له شيدو خوړلو بيا دوئ مسلمانان سوه اوهجرت يې وکړئ ومسلمانانوته نود دوئ په منځ کښي حرمت درضاع راځي اوکه نه ؟الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم:
کچيري يوه هلک اوانجلئ په دارحرب کښي ديوې ښځي شيدې وخوړلې او بياوروسته دوۍ ايمان راوړئ اوهجرت يې وکړ وداراسلام ته نو حرمت درضاع ددوئ په منځ کښي راځي.
[ردالمحتار/ج۲/ص۴۰۴په حواله دبزازیه].