د دووښځوشيدې چي سره ګډي سي:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54086
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-03-15


فتوي نمبر(۶۹۹)

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي : عبدالحکيم .

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
محترم مفتي صاحب!
کچيري د دوو ښځوشيدي سره ګډي سوې او دغه شيدي يوچا ويو کوچنی  ته ورکړې نودغه کوچنئ د دغو دواړو ښځو رضعی اولاد بلل کيږي ؟
 
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم:
محترمه ! که چيري د دوو ښځوشيدې سره ګډي سي اوبيا دغه شيدي په يوکوچني وچښل سی دغه کوچنۍ د دواړو ښځو رضعی اولاد بلل کيږي  پر قول دامام محمد رحمة الله عليه اودغه قول په ډيرو کتابوکښي صحيح شمېرل سوۍ دۍ .والسلام 
[ص۳۴۵ج۱عالمګيري ،ص۴۰۹ج۱ردالمحتار،ص۲۲۸ج۳البحرالرائق]
والسلام ومن الله التوفيق.