دافغان ولسپال ځوانانو دخواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5410
افغان ولسپال ځوانان
دخبریدو نیټه : 2006-01-28

دستر پښتون مبارز او سياستوال خان عبدالولي خان مړينې دلرې او برې پښتونخوالپاره يو ستره   ضايعه بولو.

په ډېره خواشيني سره مو خبرترلاسه کړ چې  دلرې پښتونخوا سترسياستوال پښتون او مبارزخان عبدالولي خان په پېښور کې د پنجشنبې په ورځ دلمريز١٣٨٤کال دسلواغې په  ٦ نېټه چې دزېږديز٢٠٠٦کال د جنوري ٢٧ نېټې سره يې سمون خوړ له اوږدې ناروغۍ څخه وروسته د ٨٩کلونو په عمر پور پرې کړ.

 

ولي خان د خدايي خدمتگارانو دډلې د مشر وتلي پښتون سياستوال خان عبدالغفار خان زوى وو،چې ٨٩ کاله وړانديې په لره پښتونخوا کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.

 

نوموړي دژوند په لومړيو کلونو کې لادخپل پلار پر پله ګام کېښود او په دې توګه يې په اتلس کلنۍ کې دسياست ډګر ته رادانګل.

 

په سياست کې له بوختېدلو وروسته يې  دعوامي نشنل گوند په نوم يوه سياسي ډله جوړه او په دې توګه يې دلرې پښتونخوا يا په ټوله کې دپاکستان دهېواد په سياسي ډګر کې دپښتون سياستوال شتون ثبوت او لاره يې ورته اواره کړه.

 

ولي خان تراوياکاله زياته موده دسياست په ډګرکې کارنده ونډه اخيستې ده او په څو څو ځله دپاکستاني دولت لخوا دزندان دتورو تمبو شاته هم اچول شوى دى.

 

نوموړي له سياست سره په څنګ کې دخپل پلار په څېر لکنې هم وکړې، چې ترټولو دپام وړ او مشهور دايې (( حقايق پټ دي )) نومى کتاب دى، چې په لرې پښتونخوا کې يې دسياسي ژواک او ځواک په اړه ښه رڼا اچولې ده.يوه يادونه بايد ارو مرو وکړو او هغه داچې ولي خان نوموړى کتاب په زندان کې ليکلى دى.

 

ولي خان دخپل ژوند په اوږدو کې تل دښکېلاک ګرو پر ضد مېدان ته راوتلى او له هغوى سره يې دمبارزې په لاره کې له زندانه څخه نېولې تر شړل کېدلو او ځورېدلو پورې ټولې ستونزې ګاللې دي.

 

ولي خان دخپل پلار په څېر تل دفرنګيانو دښکېلاک ضد غږونه پورته کول او په ټول ژوند کې يې دلر او بر پښتنو ديو کېدلو، پرمختګ او هوسا ژوند لپاره منډې ترړې وهلې دي، له همدې امله ولي خان دلر او بر پښتونو يونامتو سياستوال پېژندل کېدو،چې  دنوموړې له برکته  اوس اوس دنوموړي  مېرمن بيګم نسيم ولي خان او زوى يې اسفنديار ولي هم  دلرې پښتونخوا په سياسي ډګر کې دوه پېژندل شوې څېرې دي

 

 

 

افغان ولسپال ځوانان  دولي خان دمړينې له امله دهغه کورنۍ، دوستانو، خواخوږو او په ټوله کې دلرې او برې پښتونخوا درستو وګړو ته دتسليت دمراتبو په  وړاندي کولو سره  دخان ولي خان ارواته ددوعا لاسونه پورته کوي

 

 ا ودهغه مبارز اولوړ شخصيت ته دتسليمي سرونه ټېټوي.

روح يې ښاده او جنت يې ځاى شه

په ډېره مېنه

افغان ولسپال ځوانان