په فرضو پسي بې له وقفې متصل سنت کول څنګه دي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54146
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-03-19


فتوي نمبر(۶۹۸)

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته.مستفتي عبدالسلام /خوست.


السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
زماپوښتنه له مولناابوالفضل صاحب څخه داده چي دماپښين . اودماښام . اودماخستن .له فرضوڅخه چی سلام وګرځي  دسنتو متصل  کول په فرضوپسی څنګه دي ؟

الجواب ومنه الصواب:
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره  دماښين اودماښام اودماخستن له فرضو څخه چي سلام وګرځي نودستی به سړۍ وسنتو ته نه ولاړيږي بلکه دفرضو اودسنتو په منځ کي به په اندازه د ٬«اللهم انت السلام ومنک السلام تبارکت ياذالجلال والاکرام ٬ » مفاصله دفرضو اودسنتو په مابين کي کوي. 

يو ورځ يو وخت يونفروروسته ترسلامه دفرضوچسپ وسنتو ته ولاړسو ٬حضرت عمر رضی الله عنه دغه نفر تراوږو ټينګ کی او ورته و ې ويل چي کښېنه اهل کتاب په دغه سبب هلاک سول چي په مابين کښي دسنتو او دفرضو د دوۍ فاصله نه وه، وروسته مبارک عليه الصلاة والسلام وحضرت  عمر رضی الله عنه ته و ويل الله پاک ته وحق ته وصل کړۍ يې «اصاب الله بک ياابن الخطاب »ص۳۸۳ج۱فتح القديرکفايه والاباب النوافل ]