ايادسهار فرض اوسنت دواړه راګرځول کيږي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54147
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-03-19


فتوي نمبر(۶۹۹)

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي :نعمت الله /ګردیز.
سلامونه اونيکي هيلي دبينواوټولو محترموکار کوونکوته او ومحترم مولوي محمدمعين الدين ابوالفضل صاحب ته وړاندي کوم  .
وروسته له سلامه له مولناصاحب څخه يوه پوښتنه دلمانځه په اړه کوم  پوښتنه مي دا ده چي که له يوچا څخه دسهار فرض اوسنت دواړه قضاسی اويا يوازي سنت قضاسی راګرزول د دغه فرضواوسنتو څه ډول دي دواړه به راګرځوي اوکه به يوازي فرض راګرځوي اوڅه وخت به يې راګرځوي ؟

الجواب ومنه الصواب:
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

کچيري له يوچاڅخه فرض اوسنت دسهاردواړه قضاسول چي لمرښه راپورته سي نو د دواړو قضا به راوړي که قضادفرض په جماعت وي اوکه بې له جماعته وي اوکچيري ده قضادفرضو اودسنتونه وي راوړې نووروسته تر زوال قضادسنتو نسته خالي قضادفرضو به راوړي  اوکچيري له يوچا څخه خالي سنت قضاسوي وي نوقضاد دغوسنتو نسته نه لمخه تر راختودلمر اونه وروسته تر راختلو دلمر .

[ص۱۳۶هدايه/ باب ادراک الفريضة] والسلام ومن الله التوفيق.