که دسهارجماعت ودريږي نو سنت کول څنګه دي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54148
دارالافتا،ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-03-19


فتوي نمبر(۷۰۰)

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي : نيک / محمد  لندن.
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
زماپوښتنه له مفتی   ابوالفضل  صاحب څخه داده چي که يوسړي دسهار سنت نه وه کړي او  ومسجد ته راغلئ  په مسجد کي جماعت  ولاړوو نودغه سړئ به څه کوي  سنت به  پريږدي اوکه به يي کوي ؟

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم 

محترمه ! که دسړي داخيال سو چي زه سنت کوم نودوهم رکعت هم راڅخه تيريږي نو سنت دي نه کوي ، اوکه يې خيال داوو چي اول رکعت راڅخه تیريږي نه دوهم نو په دې وخت کښي دي سنت کوي.[هکذافي جامع الصغير،والنهرالفائق ،وخلاصة الفتاوي ، وبحرالرائق وغيرهاورجحه في البدائع].
والسلام ومن الله التوفيق.