دسهار دسنتوپه اړه:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54150
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-03-19


فتوي نمبر(۷۰۲)

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي :

دبينوا ټولو کارکوونکواومحترم مولوي صاحب السلام عليکم ،بعدله سلامه مولناصاحب ځماپوښتنه داده چي که يوسړئ دسهارد لمانځه دپاره مسجدته راسی اوجماعت  ولاړوي اوداسړي سنت نه وي کړي اوفکر و وهي چي که زه سنت په سمه طريقه سره اداکوم نودواړه رکعته راڅخه تيريږي نوداسړئ به څه چم کوي ؟
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :

په داسي حال کښي دي په لاندي طريقه سره سنت وکړي:
«سبحانک اللهم» او «اعوذبالله» دي پريږدي ، اوپس له «الحمدلله» دي يوآيت ووايي ،په رکوع اوسجده کښي دي يووار تسبيح ووايي  نو هم به سنت په لنډه طريقه سره اداسي اوهم به يورکعت له امام سره ونيسي.کذافي ردالمحتار/ص۴۸۲/ج۱.
کذافي خيرالجاري.