که دماپښين جماعت ولاړوي نوسنت به کيږي اوکه يا.؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54152

دخبریدو نیټه : 2013-03-19


فتوي نمبر(۷۰۴)



مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي : عبدالحق.

زه عبدالحق ،له غزني څخه سلامونه دبينوا وټولوکارکوونکو اومحترم ابوالفضل صاحب ته وړاندي کوم          وروسته له سلامه ځما پوښتنه داده چي که يوڅوک دماپښين لمانځه ته راغلئ جماعت ولاړوو نودئ به څلور رکعته سنت کوي اوکه بې بيا ترجماعت وروسته کوي  ؟
الجواب ومنه الصواب:
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
 محترمه ! جماعت دي ونيسي .او سنت دي پريږدي ، اوبيادي له فرض لمانځه څخه وروسته اول وار څلور رکعته سنت وکړي ، اوبيادي دوه رکعته سنت وکړي، پردې خبره باندي فتواده. [مراقي الفلاح علی الطحطاوي/ص۲۴۶ ، درمختار پرردالمحتار/ج۱/ص۴۸۳]