د کانکور د درغلیو او بورسیو په اړه په کاناډا کی د منیتوبا افغان اتحادیی اعلامیه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54195
پوهنیار نبي حبیبی
دخبریدو نیټه : 2013-03-20

دافغانانو ټولنه د کاناډا د منیتوبا په ولایت، په افغانستان کی د کانکور کی د روانی مدی، نه ودریدونکی درغلی اوفساد غندو. او د افغانستان اسلامی دولت په ملی شورا او مشرانو جرګی او دافغانستان د اسلامی دولت محترم ولسمشر باندی غږ کوی  چی د کانکور وروستئ نتیجی چی له درغلیو ډکی وی کاملاً لغوه اعلان شي او امتحان ته دی افغان متخصصین چی په نورو وزارتونو او نورو ملکونو کار کوي راوغوښتل شي. 
د افغاناستان اسلامی دولت محترم ولسمشر تاسو چی د همدی دردیدلی ولس په رایه ارګ ته راغلی یاست، لطفا  د ولس غږ هم د مشرق او هم د مغرب د زړه د کومۍ واوری.
خارجی سکالرشيپونو ویش ته هم د ولسمشر، او د ملت د استازو توجه غواړو. تر اوسه چی کوم معلومات موږ تر لاسه کړی حتی خارجی سکالرشیپونه او بورسونه پښتنو ته لس فیصده هم ندی ورکړ شوی. او د لاسته معلوماتو په اساس بعضو خو بدون د کوم کانکوري شرکت دا بورسونه تر لاسه کړي.
ترکیه، چاپان، امریکا، مالیزیا، هند، مصر، او نورو هیوادونو کی تاسو خپل استاذی ولیګی او معلومات حاصل کړی چی د هلمند، کندهار، زابل، د ځوانانو حق چاته ورکړ شوی؟
وزیر عبیدالله که خپله په فساد کی دخیل نوی! خو دا فساد ددی د لیډرشیپ کی شوی. مونږ په کلکه هیله لرو چی وزیر عبیدالله استعفا او دبل وزیر د آمریت لاندی دی د کانکور دوهمه آزموینه واخیستل شۍ.

مننه
پوهنیار نبي حبیبی
په منیتوبا کی د افغان اتحادیی ویاند