د میني رازونه د لنډیو مجموعه چاپ سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54213
م ا سپېڅلی
دخبریدو نیټه : 2013-03-23

 (د ميني رازونه) دا د ځوان کندهاري شاعر ګلالي جان ګلدم ، چې ترمخه يې په ګلالي جان (خوشحال) شهرت درلود د راټولو سويو لنډيو لومړۍ ټولګه ده.
دا کتاب ١٢٢ مخونه لري، چي د راټولوونکي تر خبرو او پېژندګلوۍ وروسته استاد نور احمد قرانمل ورباندې يوه اوږده سريزه هم ليکلې ده.
کتاب د ٢٠٠٠ ټوکو په تيراژ په کندهار کي د سنځر خپرندويه ټولني لخوا په ښايسته صحافت خپور سوى دى.
کتاب خپله د راټولونکي( ګلدم ) له اړخه کمپوز سوى دى.
که څه هم د لنډيو کتابونه په لر او بر کي ډېر چاپ سوي دي، خو د دې کتاب ځانګړتيا داده، چې ټولي لنډۍ د موضوع پر بنسټ ويشل سوي دي.
زه ګران ملګري ګلالي( ګلدم) ته د دغه لومړي کتاب د چاپولو ډېري مبارکۍ وايم.
په دې هيله، چې دغه لار پسې تعقيب کړي.