په لندن کې، د نوي کال جشن

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54226

دخبریدو نیټه : 2013-03-23

 

ګرانو افغانانو، درنو خويَندو او وروڼو،

نوی افغاني کال مو مبارک شــــه!
نوروز افغاني تان مبارک بــــاد!

په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنه، د تېرو کلونو غوندیِ، ســږکال هم ، دافغاني نوي کال جشن جوړوي .
دا وار به، د ټولنیِ له لوري، د افغانانو دغه عنعنوي جشن د مارچ د مياشتیِ په يودېرشمه ( ۳۱ ) نېټه ، چې د يکشنبیِ ( دوَيم ) ورځ ده، لمانځل کيږي
د دې تجليل اوله برخه مشاعره ده . هيله ده چې، په بريتانيا کې مېشت، وتلي شاعران اواديبان به، په خپلو نويو ادبي – هنري تخليقاتو، د حاضرينو ادبي – هنري تنده ماته کړي .
په دوَيمه برخه کې به، د ټولنیِ د سټېج نه، تکړه او خوږ اوازی افغان هنرمند ښاغلی نجيب سايد، د خپلو هنرمندو ملګرو په ملتيا، خوږې وطني او مستی ِ نوی ِ سندری ِ وړاندی ِ کړي . البته، ملي اتڼونه او محلي نڅاویِ به ، دتل په شان، د لمانځنیِ لا زياته ښکلا او ځليدونکي رنګيني وي .
تاسو ټولو قدرمنو وطنوالو ته، ستاسو د کورنيو او دوستانو سره يوځای، بلنه درکوو چې، په خپل ګڼ ګډون سره، د افغاني نوي کال او ښکلي بړنګ پسرلي د پیل، دغه ولسي دوديز لرغونی جشن لا دروند او ښکلی کړئ .

افغان سندرغاړی
نجيب سايد


اِستِقبال ته مو سترګیِ په لاره يو!
په درنښت

سيدجان کارواني
د افغانانو د ټولنی مشر


نوټ: محترم شاعران او اديبان او ګران اتڼچيان ځوانان دې، لطفآ، د جشن د پيل نه نيم ساعت مخکی راشي.
د پيل وخت: د مازديګر درې بجی .
ځای يې: د پخوا په څېر:
West Acton Community Centre
Churchill Gardens,
LONDON W3 0JN
د معلوماتو ټيليفونونه:
02089932129 او 02089938168