د قلبی ناروغيو نه وروسته سرطان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54234
سیدساحل
دخبریدو نیټه : 2013-03-24


 (Cancer) دویمه ناروغي ده چی د مرګ سبب کيږي د يوی امريکايی موسسی په وينا ۲۰۱۰ کال تر پايه امريکا کی ۴۹۰.۵۶۹ کسانو د ددی ناروغی له امله ژوند د لاسه ور کړی او دی موسسی داسی يوه وړاندوينه کړی چی په ۲۰۱۵ کال کی به ۹ ميلونه انسانان ددی بدی ناروغی له کبله وژل کيږی.
 تقریبا ۷۵ سلنه سرطان د چاپيريال څخه پيدا کيږی لکه تنباکو، شعاع ګانی، غذاايی رژيم او داسی نور همدارنګه هغی امريکايی ټولنی دا هم ويلی چی ۱/۳ حصه سرطان د غذايی رژيم نه منځ ته راځي او دی سازمان دا هم زياته کړی چی ۴۰ سلنه ددی ناروغی درملنه هم کيدای شي او دا درملنه د سالمو غذاګانو خوړل او د تنباکو نه استعمالول دی راځی چی دا ګټوری غذاګانی وپيژنو:
 
۱.ګل پي، او براکلي(Cauliflower , Broccoli ):
دی خوړو کی يو نوع کيمياوی ماده ده (indole-3-carbinol) په نوم او دا ماده ددی توانايی لری چی د سرطاني غدو په ضد مواد ترشح کوی او تنظيموی .
 همدارنګه براکلي سلفرافن (Sulfurafune) لری چی د کلمو او رکتوم سرطان څخه مخنيوی کوی.
 
۲.ګازری (Carrot)
د بيتا کاروتين (Beta Carotene) په نوم مرکب په ګازرو کی په پراخه ډول پيدا کيږي او دا مرکب کولی شي د خولی،معده ،پستان،مثانه او کلمو سرطان خطر کم کړي ، همدارنګه يوه بله ماده چی په ګازرو کی پيدا کيږي فالکارينول نوميږی او دا ماده سرطانی حجری رشد ته نه پريږدي.
 
۳. مرخيړی(سمرق) (Mushrooms)
مرخيړی سرطانی سلولونه د منځه وړي.

۴. خواږه کچالو (Sweet Potatoes)
دا کچالو هم بيتا کاروتين لری اود DNA محافظت کوي او مضری کيمياوی مادی د هستی داخل ته نه پريږدی.
 
۵. انګور (Grapes)
۶. چای (Tea)
۷. سره روميان (Tomatoes)
۸. هوږه (Garlic)
۹. نخود (Nuts)
۱۰.انځر (Fig)