دلمانځه ادبونه:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54311
دارالافتآء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-03-29


فتوي نمبر(۷۰۳)


مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

مستفتي : ډاکټر محمدنعيم ..
سلامونه اونيکي هيلي دبېنوا ومحترم خالدهادي صاحب ته او دبېنوا وټولومحترمو کارکوونکوته او ومحترم مفتی مولناابوالفضل صاحب  ته وړاندي کوم خداۍ پاک دي له تاسي ټولوڅخه دغه زيار په خپل دربارکښي مقبول وګرځوي .
بعد له سلامه زما پوښتنه داده چي په لمانځه کښی کوم شيان دلمانځه ادب بلل کيږي ؟

 نحمده ونصلي علي رسوله الکريم.
الجواب ومنه الصواب
هغه شيان چي په لمانځه کی ادب اوښه کار بلل کيږي هغه دادي کتل وځاۍ ته دسجدې په حال کي دولاړي ، کتل وشاته دپښو په رکوع کي ، کتل دپزي وسرته په سجده کي ،کتل وسينې ته په ناسته کي ، کتل وراسته اوږې ته په حال داول سلام ګرځولو ، کتل وچپه اوږې ته په حال کي د دوهم سلام ګرځولو ، پټول دخولې په حال کي دارږمۍ ، را ايستل دلاسوله لستوڼو څخه ، دفع کول دټوخي چي طاقت دسړي وي ، په وخت کي داقامت ولاړېدل دامام او دمقتدي چي حي علی الفلاح وو يل سي ، شروع دامام په لمانځه چي «قد قام ت الصلاة» و ويل سي ،والسلام  [ص۷۲عالمګيري ـدرمختارپرشاوخوا ص۳۲۲ج۱ردالمحتار] .

والسلام ومن الله التوفيق.