په لمانځه کښي ارږمئ کښل څه حکم لري:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54312
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-03-29


فتوي نمبر(۷۰۴)


مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي : صديق الله ،له سعودي عرب څخه :
: السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
محترم مفتی علامه صاحب ځماپوښتنه د ارږمئ په باره کی ده چي ارږمئ کښل په لمانځه  کي څنګه ده ؟

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

الجواب ومنه الصواب
محترمه وروره دارږمۍ په باره کي دوه حديثونه درته ذکرکوم
(۱)رسول الله عليه الصلاة والسلام  فرمايلي دي هغه وخت چي ارږمۍ کاږي يوله تاسوڅخه په لمانځه کي نو دۍ دي پټه کړي خوله خپله ترڅو چي طاقت د ده وي -يعني دفعه دارږمۍ دي وکړي که طاقت د ده وو- له دې جهته چي په حقه سره شيطان داخليږي وخولې ته د دغه سړي ددغه حديث روايت مسلم کړيدئ .
(۲)حديث دبخاري دۍ رسول الله صلی الله عليه وعلی اله وصحبه وسلم ويلي دي هغه وخت چي ارږمۍ کاږي يوله تاسوڅخه نودۍ دي پټه کړي خوله خپله ترڅوچي طاقت د ده وي او دۍ دي نه وايې ها دغه ويل دها په سبب دشيطان دي شيطان خندا کوي پردغه سړي .والسلام [ص۹۰مشکاة شريف ].