په لمانځه کښي غاړي تازه کول:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54314
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-03-29

فتوي نمبر(۷۰۷)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

مستفتي : شمس الدين.
سلامونه وخالدهادي اودبينوا وټولو کارکوونکو او ومفتي صاحب ته وړاندی کوم الله جل جلاله دي تاسي په دنيااواخرت کی کاميابه لري .
پس له سلامه محترم مفتي صاحب ځما پوښتنه داده چي که يوسړي په لمانځه کی غاړي تازه کړې يا له وجي دضرورته يابې له ضرورته اوله دغه غاړي تازه کېدو څخه حروف پيداسوه يانه سوه نود دغه سړي لمونځ فاسديږي که نه ؟

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

الجواب ومنه الصواب
که په لمانځه کي يوسړي بې له ضرورته غاړي تازه کړي اوحروف ځيني پيداسو لمونځ يې فاسديږي اوکه حروف نه سوه پيدا ـ بې له ضرورته ده غاړي تازه کړې لمونځ يې نه فاسديږي وليکن مکروه دۍ اوکچيري دۍمجببوره وو وغاړي تازه کېدوته ـ په حيث دضرورت ده غاړي تازه کړې لمونځ يې نه فاسديږي که حروف ځني پيداسي که نه سي پيدا. والسلام [ص۴ج۱البحرالرائق ]