له قرآن پاک څخه په لمانځه کي دقرائت حکم؛

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54315
دارالافتاءابوالضل.
دخبریدو نیټه : 2013-03-29


فتوي نمبر(۷۰۸)

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي : ذبيح الله له دبئ څخه .


 سلامونه وړاندي کوم دبينوا ويب سايډ ومحترم خالدصاحب ته او دبينوا وټولوکارکوونکو او محترم مولوي ابوالفضل صاحب ته .

 بعد له سلامه مولوي صاحب که يوسړي په لمانځه کي وقرآن مجيد ته ته کتل له قرآن مجيد څخه يې اياتونه ويل اَيالمونځ د ده پدغه کتلوسره وقرآن مجيدته فاسديږي ؟

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

الجواب ومنه الصواب
که يوسړي په لمانځه کي وقرآن مجيد ته کتل او له قرآن مجيد څخه ده څواياتونه و ويل لمونځ يې فاسديږي پرقول دامام اعظم صاحب رحمه الله پدې شرط چي دغه اياتونه دده په ياد کي نه وي خاص له قرآن مجيد څخه اخيسته کوي .والسلام [ص۱۰۱ج۱عالمګيري]