په لمانځه کښي دلوېدلي لنګوټې،خولي پورته کول:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54317
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-03-29

فتوي نمبر(۷۰۵):
مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

مستفتي : شبيراحمد .له کندهار


زه شبيراحمد .له کندهار څخه  سلامونه وړاندي کوم دبينوا وټولوکارکوونکو او ومولوي صاحب ته .
وروسته له سلامه ځما پوښتنه داده چي که سړي په لمانځه کښي لنګوټه دمزکي څخه پورته کړه اوپرسريې کړه نو پدې سره د دغه سړي لمونځ خرابيږي اوکه نه ؟

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم.

الجواب ومنه الصواب:
که يوسړي په لمانځه کي لنګوټه له مزکي څخه پورته اوپر سريې کښېښوله يايې له سرڅخه لنګوټه پورته کړه پرمزکه يې کښېښوله په دغه دواړو صورتوکي لمونځ د ده نه فاسديږي . والسلام [قاضي خان۱۲۹ج۱عالمګيري ]