هډوکي د انسان په بدن کښي (دوهمه برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54318
ډاکتر بشيراحمد (محبوبي )
دخبریدو نیټه : 2013-03-29

هډوکي د انسان په بدن کي (دوهمه برخه ) هډوکي د سختو اعضاوو له جملي څخه دي .چي د ملا دتير لرونکو د داخلي اسکليټ په جوړښت کي برخه لري .دوي د بدن د اعضاوو د حمايي او ساتني سبب کيږي .دوي د ويني د سره اوسپين حجراتو په توليد او منرالونو په ذخيره کي هم ونډه لري .دوي د متراکم يا غليظ (Connective tissue ) د ډولو څخه دي .هډوکي مختلف شکلونه لري او مغلق داخلي او خارجي ساختمان لري .يو د نسجو څخه چي د هډوکو په جوړښت کي برخه لري د عظمي نسج (Osseous tissue) يا (Bone tissue)چي په کافي اندازه معد ني مواد لري عبارت دي .دوي هډوکي ته ټينګوالي يا سختوالي وربخښي .نور قسمونه د انساجو چي په هډوکوکي ليدل کيږي عبارت دي د Marrow ،Endosteum ،Periosteum ،Nerve ،Blood vessel ،او Cartilage څخه . د زيږيدني په وخت کي تقريبا د ٢٧٠-٣٠٠ څخه هډوکي موجود وي .چي وروسته د ماشوم په غټيدو سره بعضي هډوکي يو دبل سره يو ځاي کيږي او باالاخره د غټوالي په وخت کي ٢٠٦ ته يي شمير رسيږي .د انسان په بدن کي تر ټولو اوږد هډوکي د فخذ يا ورانه (Femor) هډوکي دي اوکوچني ترين هډوکي په منځني غوږ کي د اوريدلو هډوکي (Auditory ossicles)دي . د هډوکو وظايف :هډوکي ١١عمده وظايف لري : A - ميخانيکي وظيفه: ١- ساتنه يا حفاظت :هډوکي د داخلي اعضاوود ساتني سبب کيږي .لکه دماغ چي د سرد کاسي پواسطه او پښتي زړه او سږو د ساتني سبب ګرځي . ٢- ساختمان :هډوکي د انسان د استناد سبب ګرځي تر څو نوربدن حمايه کړي . ٣- حرکات :هډوکي ،اسکليټي عضلات ،ligaments ،Tendons او مفاصل يا بندونه په ګډه کارکوي ترڅويوه برخه يا ټول بدن تنظيم يا سنبال کړي . ٤- د اوازبدلون يا Transduction:په غوږ کي د اوريدلو لپاره مهم دي . B – Synthetic وظيفه: ٥- د ويني توليد :د هډوکي مغزچي د اوږدو هډوکو په medullary cavity کي او Cancellous Bone پهInterstices کي ځاي لري د سره حجراتو په توليد کي رول لري چي د Hematopoiesis پنوم ياديږي. C - Metabolic ميتابوليکي وظيفه: ٦- د منرالونو د ذخيره کيدو وظيفه لري .ډيرعمده يي د کلسيم او فاسفورس څخه عبارت دي . ٧- د نمو د فکتورذخيره کيدنه :لکه insulin –like growth factor ،بدليدونکي يا Transforming د نمو فکتور،د هډوکو مورفوجنيتيک پروتينونه او نور.......... ٨- د شحم د ذخيره کيدو وظيفه : د هډوکو ژړ(زيړ)مغزيا yellow bone marrow د شحمي اسيډونودذخيري په شکل کارکوي ٩- د Acid base په موازنه کي رول لري :د القلي مالګو په جذب يا خپريدلوسره د ph د تغيراتو په مقابل کي ويني ته د Buffers خاصيت ورکوي . ١٠- د توکسيک يا زهرجنو موادوپه Detoxification کي رول لري .د هډوکي انساج د درنوفلزاتو او نورو اجنبي عناصرود ذخيره کيدو سبب کيږي .او ددوي دليري کيدوسبب د ويني څخه کيږي .تر څو د مضرو تاثيراتو څخه يي نورانساج وساتل شي .چي وروسته په تدريجي ډول اطراح يا د بدن نه خارجيږي . ١١ – د اندوکرايني عضوي په شکل عمل کوي : هډوکي د فاسفيټ ميتابوليزم د فبروبلاسټ د ٢٣ نمبر د نمو د فکتورپه ازاديدلو سره کنټرولوي .کوم چي په هډوکو باندي عمل کوي تر څو د فاسفيټ په دوهم ځل جذب کي کمبود رامنځته کړي .د هډوکي حجرات د Osteocalcin پنوم هورمون هم افرازوي کوم چي د ويني د ګلوکوزد کنټرول په تنظيم کيدواو شحم په ذخيره کي مرسته کوي .همدارنګه Osteocalcin د انسولين افرازاو حساسيت د زياتوالي سبب کيږي .پدي ډول چي د پانقراص د بيتا حجراتو څخه زيات انسولين افرازشي .او په عين وخت کي د شحمي حجرات امرکوي ترڅو د Adiponectin پنوم هورمون افراز کړي کوم چي د انسولين د حساسيت د زياتوالي سبب کيږي . او هم د انسولين د توليد کوونکو حجراتو د زياتوالي او د شحمو د ذخيره کيدو د کميدو سبب کيږي .