هالنډ : داحمدشابابا دکلتوري مرکز د خواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5437
ننګيالی بڅرکی
دخبریدو نیټه : 2006-01-28

په خواشينۍ سره موخبرترلاسه کړچې دپښتنويوسترمشردآزادۍ دلارې مبارزدخدایي خدمت ګارانودډلې وتلې څېره اودملي عوامي ګوند مشرخان عبدالولي خان د89کالوپه عمر دمغزي سکتې په وجه په 26- 1- 2006- په حق ورسيد . (روح دې ښادوي).
محترم خان عبدالولي خان ديونامتو مبارزپه څيرداستعماراوښکيلاک په مقابل کې خپل ټول عمرپه ميړانې تيرکړی دی. هلې ځلې اومبارزې يې کړي دي اودژوند ترپايه يې دخپل پښتني ولس خدمت کړی دی، خان صاحب دخپلومبارزوپه درشل کې دراز،رازستونزوسره مخامخ شوی دی ، ولي دمقاومت توره يې نه ده ايښې اودژوند ترپايه يې دخپل مبارزاوراهبرپلار په څيريې خدمت اوخپل ولس ته لارښوونه کړيده ، خان صاحب دخپل مرحوم پلار خان عبدالغفار خان لاره په پښتني همت سره تعقيب کړيده اوپه خورا ښه ډول يې دخپل پلار نه وروسته پښتني ملت په ځانګړي توګه بره پښتونخوايې راهبري کړيده . داچي خان صاحب نن زموږپه منځ کې نه شته دايوه ډيره لويه غميزه ده اوځای يې خالي دی اميد دی چې نوی نسل نوموړی ځای بيرته ډک کړي . خودخان صاحب يادبه دپښتون ولس سره هميشه وي .دخان صاحب حق پرموږډيردی خو دده په مړينه دغه دويرآواز زما ترخوله را وتلی دی .اوزه فکرکوم چې خان عبدالولي خان دنړيوال شخصيت په څيرپه يوه کورنۍ اويوه قوم پورې نه وو تړلی بلکې هغه يونړيوال سترنامتوايډيالوژيک مشروو .

ننګيالی بڅرکی


          ( ويرنه )
دجمرود څپې شوې غلې
اباسيند ولويدله جوشه دجيلم خروښ سړيږي
ارغنداب سوپه کوکارو
دهلمند ګريوان سو څيري
ترنک ولود له زوره
آمــــــو غږ پرپا ميروکړ
چې غږ وکړه خپل په زوره
ولې زموږله منځه تللی
جنازه يې ځي له کوره
دسپين غره په سلسله کې
ماتم جوړدی کورپه کوره
پښتانه هک پک حيران دي
دآمــوڅه تـــراټکـــــــه
هم په لـــره هم په بـــره
هم په کښته هم په لوړه
دهــــراته تـــــــرخيبره
زرغون ژاړي په کوکارو
بابا ولاړ ايتيمان دي
کابل خپل ګلان وروړي
جنازې ته يې روان دي
افغانان په ويرشريک دي
پيښوريان که کندهاريان دي
ننګيالی بڅرکی هوډ کړي
ستاشعاربه زماشعاروي