د افغان ټولنیز نیټورک د جمعی په ورځ په خپلې اونیزې نوبتي غونډه کې چې د پلازمېني کابل د نوی ښار په یوه څنډه کې جوړه شوې وه د طلوع والو د نفاق کړنې او نشرات په هېواد کې په سختو ټکو کې وغندلي، د افغان ټولنیز نیټورک د رهبری شورا وایې طلوع تلویزون په دې وروستیو کې په یو راپور کې ویلي د ننګرهار په مومندو او شېنوارو کې ښځي په بازار کې پلورل کېږي چې په ډېري سپین سترګۍ د ېوې سېمي او قوم سپکاوې کوي، د نیټورک د خپره شوې اعلامیی په ترڅ کې ویلی د طلوع تلویزون دغه ډول څرګندونې په هېواد کې د نفاق اور ته لمن وهل دی او دغه تلویزون له پیل څخه تر دې دمه په افغانستان کې د نفاق نشرات ترسره کوي چې څو ځلي د افغانستان علماکرامو هم ددغه تلویزون پر ضد خپل اعتراضونه هم کړل خو د افغانستان محاکم، څارنوالۍ ، پارلمان او د اطلاعاتو او کلتور وزرات پرې هیڅ غوږ ونه ګروه او دا دی یو ځل بیا په ډېره سپین سترګي د یو لوی قوم سپکاوې یې وکړ حال داچې هلته په ننګرهار کې دغه ډول هیڅ کوم کار نه دي ترسره شوي کوم چې طلوع په خپل راپور کې ویلی دي. د افغان ټولنیز نیټورک رهبرۍ شورا له یادو مراجعو څخه غواړي ددغه تلویزون مسولین د قانون منګلو ته وسپاري او نشرات یې تر هغی ودرول شي ترڅو د یادې موضوع په اړه خپل سپیناوي ونکړي. د نیټورک په اعلامیی کې له ختیځ والو څخه هم په کلکه غوښتنه شوي چې د طلوع نشرات سر له نن څخه په خپلو سېمو کې وتړي او خلکو ته امر وکړي چې د طلوع تلویزون په هېواد کې د نفاق د رامنځ ته کولو له امله یې نشرات یې ځنډول شوې او د لیدو وړ نه دي.
په درنښت
د افغان ټولنیز نیټورک مرکزی دفتر
کابل ـ افغانستان