که له يو ه سړي څخه درې رکعته تېر سوي وي نو پاته درې رکعته..

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54630
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-04-17

فتوي نمبر(۷۱۰) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي:محمدابراهيم. السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته وروسته له سلامه ځماپوښتنه داده چي که يو سړئ جماعت ته راغلئ درې رکعته دجماعت له ده څخه تېرسوي وه اخيري رکعت ده دامام سره ونيوئ نوچي امام سلام وګرځوي نودۍ به داپاته رکعتونه په څه طريقه کوي ؟ الجواب ومنه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم کچيري يوسړي اخيري رکعت دڅلور رکعتيز لمانځه له امام سره ونيوۍ نوچي امام سلام وګرځوي دغه سړۍ دي ولاړ سي پدغه رکعت کي دي الحمد لله اوسورت و وايي وروسته تر دغه يوه رکعت دي کښيني التحيات دي و وايي وروسته ترهغه به ولاړسي اوپدغه دریم رکعت کي دي هم الحمدلله اوسورت و وايي وروسته تر دغه رکعت دي نه کښېني بلکه هغه څلرم رکعت دي وکړي يواځي الحمدلله دي پکښي و وايي وروسته تردغه رکعت دي کښېني سلام دي وګرځوي ، والسلام