مقتدي به له امام سره سجده سهو ه کوي اوکه يا؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54632
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-04-17

فتوي نمبر(۷۱۲) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي:رحمت الله. السلام عليکم ورحت الله وبرکاته وروسته له سلامه ځما پوښتنه داده چي که له يوسړي څخه نيمئ لمونځ تېرسوئ ووده په امام پسی اقتداوکړه اوپرامام باندي سجده سهوه وه امام چي سلام وګرځوئ دئ ولاړسو نوبيا به څه چم کوي ؟ الجواب ومنه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم که يو مسبوق وروسته له سلامه دامام ولاړ سو اوپرامام باندي سجده سهوه وه نوکه دغه مقتدي سجدې ته نه وو تللۍ نودامام سره دي سجده اداکړي اوکه داسړي له امام سره سجده نکړه ادا اوخپل تېرسوۍ لمونځ يې پوره کۍ نوبايد دغه سړۍ وروسته ترپوره کېدو دخپل لمانځه سجده سهوه وکړي ـدغه واجب والۍ دسجده سهوی پردغه سړي په استحسان ثابت دۍ ، والسلام [ص۳۷۸ج۱البحرالرائق