په هلمند کې څلور تنه خټګر ووژل سوه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54645
لودین
دخبریدو نیټه : 2013-04-18

د هلمند ولايت د والي وياند عمر ځواک وايې چې نن له غرمي وړاندي ددي ولايت د ګرشک ولسوالۍ په شمالي برخه کې څلور تنه خټګر وژل سوي دي. د ځواک په وينا چې دغه څلورو تنو خټګرو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو امنيتي پوسته جوړول چې پري وسله وال طالبان راغلي دي. هغه وويل چې لومړى وسله والو طالبانو څلورو تنو خټګرو ته د امنيتي پوستي د نه جوړلو ګواښ کړى او وروسته يې وژلي دي. د ځواک د معلومات پر اساس چې وژل سوي څلور تنه خټګر عادي وګړي وه او امنيتي سرتېرو يوازي د پوستي جوړولو په موخه په دنده ګمارلي وه. که څه هم ددي پېښي په تړاو تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي ولي وړاندي وسله والو طالبانو ګواښ کړى وو چې د دولت سره کار کوونکي په نښه کوي. هغوى ويلي چې د دولت سره هر ډول کار کول دوى ته د منلو وړ نه دى.