رمز خپلواکه سیاسي او اقتصادي مجله پر لیکه شوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54753
خالدیوسفزی
دخبریدو نیټه : 2013-04-25

دغه مجله چې په ښکلي ډیزاین سره زر ګڼې چاپ شوې، د افغانستان د ناخوالو او روان حالت د روښانولو په تړاو دنومتو او تکړه لیکوالانو ګڼې مقالې او تحلیلونه پکې خپاره شوي دي.
رمز تر ډېره په پښتو ژبه لیکنې خپرې کړي او د حالاتو د سمون په تړاو یې بیلا بیلې لارې وړاندیز کړې دي.
په دې ګڼه کې د سیاست تر څنګ اقتصادي،ټولنیز او ادبي لیکنې هم شته چې د مینه والو تنده پرې ماتیدی شي.
رمز د هېواد په لر او بر کې د لیکوالانو او مسلکي بې پلوه څیړونکو لیکنې په ورین تندي مني او د هېواد ګوټ ګوټ کې مینه والو ته وړاندې کوي.
رمز د افغان خبریال عبدالقادر خدراڼ په هڅو او ببرک دروېش په مسوولیت هره میاشت یو ځل خپریږي.