خبرتیا: د پاکستان د ورستیو بریدونو پر ضد ستره غونډه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54764
پښتون خوځښت
دخبریدو نیټه : 2013-04-25

په ننګرهار کې د ډیورنډ کرښې او د پاکستان د ورستیو بریدونو پر ضد ستره غونډه!
درنو افغانانو!
زمونږ هیواد افغانستان ډیر ویاړلی مګر د غم لړلو پېښو ډک تاریخ لري، دغه ټاټوبی د تاریخ په اوږدو کښې دسترو مدنیتونو زانګو او د پیاوړو نومیالیو او ملی شخصیتونو مور او روزونکې پاتې شوې ده. په همدغه اساس په سیمه او نړۍ کښې دویاړولو مبارزو، نوښتونو او اوښتونو د الهام منبع ګڼل کېږي.
سلګونه کلونه پخوا انګرېزي استعمار په ډېره بې رحمۍ او سپین سترګۍ زمونږ ولس په دوه ټوټو ووېشه او دافغان ولس پر سینه یې د ډیورنډ  کرغېړنې تورې کرښې د راکښلو په نتیجه کې د پاکستان په نامه یو مصنوعي هیواد رامنځته کړ.
د یو مذهب، یوې ژبې، یوه کلتور، یوه رسم، یوه رواج لرونکی یو ملت تر منځ یې په یوه توره کرښه راکښلو د دې ملت د جلا کېدلو ناکامه هڅه تر سره کړه.
راځۍ چې د مصنوعي هیواد (پاکستان) د ورستیو کړنو پر ضد غږ راپورته کړو تر څو نړۍ ته دا ثابته کړو چې د پښتونستان چیغه راپورته کوونکي شتون لري او خپل ولس ته دا وښايو چې ستاسو اصیل بچیان د خپل ملت روا غوښتنه (پښتونستان) په ښکاره توګه را پورته کولای شي.
له تاسو ټولو په ډېر درنښت هیله کوو چې راتلونکې یوه نۍ (یکشنبه) چې د غويي د میاشتې د ۸ اتمې نېټې سره سمون خوري د پښتون خوځښت  لویې غونډې ته چې د (لیکه چېرته ده) تر سرلیک لاندې جوړیږي په خپل ګډون کولو سره خپل اسلامي او پښتي مسولیت ترسره او دښمن ته دا ثابته کړئ چې اوس هم د افغان په وینه کې د پښتونستان جوش او جذبه ژوندۍ ده.
وخت او ځای: سهار ۹ بجې د عیدګاه جومات جلال اباد ښار
اړیکه: ۰۷۹۹۰۴۴۲۹۶
په درنښت
سترګې په لار : ستاسې پښتانه ځوانان