امام مهدي حق دئ:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54785
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-04-27

فتوي نمبر(۷۱۶):


مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي :داودخان./لندن.
...............
..دوهم دامام مهدي عج صحيح معلومات راكي مننه soory i dont have pashto kaybord
forgive me for any mistak
daoud khan from London
.

....الــــــــــــــــجواب ومنه الصواب:
اودامام مهدي صاحب پيداکېدل حق دي ، خوکوم مهدي چي شیعه ګان يې ثابته وي اهل السنة هغه ډول مهدي نه مني ، اوکوم مهدي چي اهل السنة يې ثابتوي نوشیعه ګان هغه نه مني .
دمثال په ډول شیعه ګان چي کوم مهدي مني نو دهغه په باره کښي دوئ داعقيده لري چي هغه ترزرکاله په زيات موده سره ړومبي پيداسوئ دئ ،اوبياله سترګوڅخه پناسوئ دئ ، اواخيره بيرته راښکاره کيږي ، اوموږ اهل السنه والجماعه داعقیده لرو چي امام مهدي صاحب به دنورو خلګو په ډول پيداکيږي اورالوييږي به ، داسي نه چي ددې له مخه پيداسوئ دئ اوغائب سوئ دئ.
اوپردې باندي په شريعت کښي مختلف دليلونه موجود دي په زړه پوري تفصيل به انشاءالله تعالی په يوه بله مرحله کښي درته راسي.