د ارواښاد جنرال محمد ذکريا خان ابوی د مړيني په مناسبت د خواخوږي پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54814
الحاج غرزي خواخوږی
دخبریدو نیټه : 2013-04-28

 

 نيټه: ٧/٢/١٣٩۲ - ٢۷/۴/٢٠١۳
کابل - افغانستان

په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد يو نومیالی پوځي مسلکی شخصيت جنرال محمد ذکريا خان ابوی د امریکاپه متحده ایالاتوکې د دي فاني نړي څخه د هميش لپاره سترګي پټي کړي.

 

ارواښاد جنرال محمد ذکريا خان ابوی يو پياوړي پوځي شخصيت ؤ چې د لوړو زده کړو خاوند او کلونه کلونه د ملی دفاع وزارت دستردرستیز قرارګا، دتوپچی قوا په بیلو بیلو څانګو کی او د تشکیلاتو د رئيس په توګه په ډېره سپيڅلتيا او صداقت دندی تر سره کړي او د۱۳۵۷کال دثور د اوومی نیټی د کودتاه په ورځ د هیواد پالنی  په جرم بند ی اوڅه  کم دوه  کاله یی دڅرخی پله  زندان ګاللی ؤ. پدی وروستيو  دیرشو کلنوکی یی په امریکاکې د کډوالی ژوند شپي سبا کولي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د جنرال محمد ذکريا خان ابوی مړينه هېواد او ولس ته يو لویه ضايعه ګڼی او پدغه غمیزه کی د دوی دکورنی سره ځان شریک شمیری .
ارواښاد ته د لوي خداي (ج) د دربار څخه جنت الفردوس، محترمۍ کورنی او  د ابوی درانه لوی  فامیل ته د جمیل صبر غو ښتونکی دی.

روح دي ښاد وي

په درنښت،

د ټولني مشر