په تعویذوغیره سره دمیړه تابع کول:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54843
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-04-30


--------------------------------------------------------------------------------

فتوي نمبر(۷۱۹)


--------------------------------------------------------------------------------


مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي:عبدالقدوس جرمنۍ  .

 

زه عبدالقدوس سلامونه اونيکی هيلي دبينوا وټولو محترمو کارکوونکوته او وسترديني عالم حضرت مولناابولفضل دامت برکاته ته وړاندي کوم خداۍ پاک دي له تاسو ټولو څخه دغه زحمتونه په خپل دربار کښي قبول وګرځوي . وروسته له دعا اوله سلامه ځما پوښتنه داده  چي يوسړۍ له خپلي ښځي سره ظلم کوي سره له دې چي هغه ښځه فرمانبرداره د داسړي هم وي نو پدغه سړي باندي تعويذان کول لپاره د دا اختلاف لري کېدو يا وده ته ضرر رسول په تعويذانو سره  روا دي  که نه ؟

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم.
الجواب ومنه الصواب

ترټولو خوښه طريقه داده چي د داسړۍ دپاره دهدايت دعا و سي اوپه نرمي اوپوهولو سره يې ولاري ته دراوستلوکوشش وسي کچيري په داطريقه سره سم نسي  نوبيا ديو دينداره اودشريعت پابنده عالم اوعامل څخه داسي تعويذ اخيستل چي د داسړي په زړه کي محبت پيداسي له داښځی سره  رواده  خو دعملياتوتعويذاتو په ذريعه ضرر رَسَوَل وداسړي ته ناجائزه اوسخته ګناه ده !والسلام  [عزيزالفتاوی  ص۲۷۸اوحاشيه يې ]